د برازیل پر ساوپاولو نړیوال هوایي ډګر کې دا وخت ۱۳۰ افغان کډوال ایسار کړل شوي دي. د برازیل د انصاف وزارت، چې کډوالو ته د پناه ورکولو کار کوي، لا یې هم پر دغه مسله څه نه دي ویلي خو تېر کال برازیل اعلان کړی وو چې دوی به شپږ زره افغانانو ته پر بشري بنیادونو ویزې ورکوي. رویټرز اژانس په دې اړه ویډیویي راپور خپور کړی چې فرخنده اسد یې وړاندې کوي.
د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانې ادعا کوي چې، د دې پوهنتون له لیلیې څخه يې یو شمېر ملګري ویستل شوې دي. په لسګونو نجونو د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د خپلو ملګرو په اجباري ویستلو، نن د دې پوهنتون مخې ته اعتراض وکړ. د دغو متعرضانو له ډلې يې ځينو ازداي راډیو ته وویل، په تېرو څو ورځو کې له ۵۰ ډېرې محصلې نجونې د کابل پوهنتون د لیلیې نه ویستل شوې دي. یو ډله د محصلانو ادعا کوي چې د کاج پر ښوونیز مرکز د برید وروسته يې ځینې ملګرې مسمومې شوي دي. لیلا بسیم چې محصله ده او له ليليې ويستل شوې ده وايي، نن طالب سرتېرو ورته د اعتراض حق هم ورنهکړ. Читать дальше...
پاکستان کې د اکتوبر پر ۱۶مه ترسره شویو ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر د قامي اسمبلۍ په اتو څوکیو کې شپږ څوکۍ ګټلي دي. په پنجاب او سیند کې پیپلز ګوند د تحریک انصاف کاندیدانو ته په ماتې ورکولو سره دوې څوکۍ ګټلې خو په خیبر پښتونخوا کې تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ درې واړې څوکۍ په خپل نوم کړي دي.
وروستۍ دوه خپلمنځي شخړې چې د دغه ولایت په سنګین او نوزاد ولسوالیو کې رامنځته شوې پر مهال یې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شول. د دغه ولایت اوسېدونکي د ولسي شخړو د زیاتوالي لاملونه بېکاري، وچکالي او اقتصادي ستونزي یادوي. بلخوا په هلمند کې طالب چارواکې وايي، د خپلمنځي ولسي شخړو د هوارۍ لپاره یې په ولایتي کچه یوه کمېټه ټاکلې. نور تفصيل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د طالبانو په وړاندې په پنجشېر کې د ملي مقاومت په نوم د جبهې د یوه وژل شوي قومندان یار محمد او د اتو ملګرو مړي یې نن د پنجشېر ولایت په خنج ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول. د یار محمد کورنۍ او ځایي خلکو نن ازادي راډیو ته ویلي وو چې، طالبانو ورته اجازه ورکړې چې د هغه او ورسره د وژل شویو ملګرو مړي له شاوخوا یوې میاشتې وروسته له غره راکوز او خاورو ته یې وسپاري. ویل کېږي چې یار محمد له خپلو دوو زامنو، یوه ورور او پنځو ملګرو سره یوه میاشت مخکې په خنج ولسوالۍ کې په غره کې اسیر شوي او په ډزو وژل شوي وو. Читать дальше...
په افغانستان کې د بشري حقونو د څار یوه برېتانیا مېشته مؤسسه وايي، طالبانو میاشت مخکې په پنجشېر ولایت کې یو شمېر اسیران وژلي دي. اسوشیتدپرس خبري اژانس ویلي، برېتانیا کې د افغان ویټنس یوې غیر انتفاعي پروژې نن یو راپور خپور کړی او پهکې یې ویلي دي چې دا وژنې تېره میاشت شوې دي. افغان ویټنس هغه پروژه ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه معلومات او اطلاعات راټولوي، شننه او څېړنه یې کوي. د دې نوي راپور پر بنسټ، د پنجشېر په یوه سیمه کې د ملي مقاومت په نوم د جهبې پر جنګیالیو د طالبانو په حمله کې دغه کسان اسیران شوي او په ډزو وژل شوي دي. Читать дальше...
سبا (د اکتوبر پر ۱۹مه) به ايرلېنډ له سکاټلېنډ سره د پېښور پر وخت سهار نهه بجې، او وېسټ انډيز به له زېمبابوې سره د پېښور پر وخت غرمه يوه بجه سيالي کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه په لوګر کې له په سلګونو سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې خبر ورکوي. په لوګر کې د دې ټولنې ویاند خان ولي احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دغه مرستې چې د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې لهخوا برابرې شوې وې، پنځه سوه کورنیو ته ووېشل شوې. نوموړې وويل: "هرې کورنۍ ته سل کیلو ګرامه اوړه، لس لیتره غوړي، ۲۴ کیلو ګرامه وریجې، یو کیلو ګرام چای، اته کیلو ګرامه لوبیا او یو پاکټ بیسکټ ورکړل شول." وروستیو سېلابونو په لوګر کې تر ډېره په خوښۍ ولسوالۍ کې ویجاړي رامنځته کړې ده.
د ملګروملتونو پراختیایي اداره یو ان ډي پي وایي چې، د افغانستان په لوېدیځ کې دوه زره ځوانو سوداګرو ښځو په مختلفو برخو کې د فني زدهکړو روزنه بشپړه کړې ده. یو ان ډي پي په یوه ټویټ کې ویلي، د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې په مرسته دغو ښځو ته د محصولاتو د تولید، بشري سرچینو، مارکېټ او د سوداګري چارو د پیلولو په اړه روزنې ورکړل شوي دي. دغه راز ویل شوي چې دوه زره نورو ښځو ته به هم د ټولنې پر اساساتو ولاړ بازار ته د ودې په برخه کې روزنه ورکړل شي. افغانستان چې اکثریت وګړي یې پر کرڼه بوخت دي، د... Читать дальше...
د ریال ماډرید د فوټبال ټیم مهاجم کریم بن زیما وتوانېده چې د ۲۰۲۲ م کال د غوره نارینه فوټبالر جایزه ترلاسه کړي. زیما ته د طلايي توپ جایزه په هغو مراسمو کې چې د ( اکټوبر په ۱۷ مه) پاریس کې جوړ شوي وو، د فوټبال د نړۍ د نوموتي لوبغاړي زین الدین زیدان لهخوا ورکړل شوه. سږ کال د دې جایزې په ترلاسه کولو کې د کریم بن زیما په وړاندې د لیونډوسکي او سډیو مین په څېر لوبغاړو حضور درلود. د فوټبال د نړۍ پېژندل شوی لوبغاړی لیونل میسي چې اوه ځلې یې د طلايي توپ جایزه اخیستې، سږ کال دې جایزې ته نوماند نه و. ... Читать дальше...
په داسې حال کې چې جرمني له افغانستانه د ۳۷ زره نورو له خطر سره مخ افغانانو د ویستلو اعلان کړی په ياد هېواد کې مېشت یو شمېر افغانان د کورونو د نهشتون او په کمپونو کې ورسره مخ له سختو ستونزو شکایت کوي. يو افغان چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته جرمني ته کډوال شوی دی، اوس مهال د جرمني په مونشن ښار کې په [ایم] یو لنډ مهالي کور کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. دا افغان پناه غوښتونکی چې نهغواړي د موضوع د حساسیت له امله يې نوم په راپور کې خپور شي وايي، لسګونه کورنۍ په داسې... Читать дальше...
په کندوز کې د طالبانو امنیتي چارواکي په یوه وسلهواله نښته کې د پنځو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدې نن سه شنبې ازادي راډیو ته وویل، نن سهار ۷ بجې د کندز ښار د دویمې حوزې اړوند د سرک نو په سیمه کې د یوې پنځه کسیزې وسلهوالې ډلې او د دوی امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځه شوې. نوموړی وايي، د نښتې په نتیجه کې هغه ۵ تنه وسلهوال وژل شوي چې د دوی په خبره غوښتل یې عامه نظم ګډ وډ کړي. د نوموړې په وینا، چې په دې نښته کې ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی. Читать дальше...
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن د دې وزارت ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې له دې وروسته، دې ادارې ته د کار کولو لپاره ور نهشي. يو شمېر ښځينه کار کوونکې چې د دې ادارې چارواکو نن په یاد وزارت کې د کار کولو منع کړي دي وايي، د طالبانو په رژیم کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي نن ورته ویلي، له دې وروسته، دغه وزارت ته د کار کولو لپاره ور نهشي. د دغو ښځو له قوله، دوی د خپلو کورنیو سرپرستې دي او بې له دې چې کار وکړي، بله هیڅ لار نهلري. ... Читать дальше...
د طالبانو په وړاندې په پنجشېر کې د ملي مقاومت د جبهې د یوه وژل شوي قومندان کورنۍ او ځایي خلک وایي چې طالبانو ورته اجازه ورکړې چې د هغه او ورسره د وژل شویو ملګرو مړي له شاوخوا یوې میاشتې وروسته له غره راکوز او خاورو ته یې وسپاري. د یار محمد په نوم د دغه قومندان کورنۍ او د پنجشېر د خنج ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې، د وژل شویو کسانو مړي راکوز کړای شوي او نن به خاورو ته وسپارل شي. ویل کېږي چې یار محمد له خپلو دوو زامنو او پنځو ملګرو سره یوه میاشت مخکې په خنج ولسوالۍ کې په غره کې اسیر شوي او په ډزو وژل شوي دي. Читать дальше...
د عمران خان تر څرګندونو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه په مرکزي حکومت کې شامل ګوندونو په يو ګډ بیان کې وويل چې د عمران خان د ژر انتخاباتو د اعلانولو غوښتنه ردوي.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، افغانستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې برخه وي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه جوړېږي. دا غونډه چې د اکټوبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا جوړېږي، بنسټیز موضوعات يې ښځې، سوله او امنیت دی. افغانستان چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، نږدې هره ورځ د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په برخه کې د خبرونو سرټکی وي، د دې غونډې د ګډونوالو د بحث یوه خورا مهمه موضوع ده. ... Читать дальше...
د پاکستان د سيند صوبې روغتيا اداره وايي چې هلته تر سېلابونو او بارانونو وروسته يوشمېر وبايي ناروغۍ خپرې شوې دي. ياده اداره زياتوي چې په ناروغانو کې زيات شمېر د ماشومانو دی. د ډاکټرانو په وينا د ماشومانو په روغتونونو کې د ناروغانو د زيات شمېر له کبله يې پر يوه بستر درې او څلور ناروغه ماشومان ايښي دي.
د بشري حقونو تر دېرشو زیاتو ډلو په ایران کې د مظاهره چیانو وژونکي ځپل غندلي دي. د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او نورو اړوندو بنسټونو په دې تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده. په ایران کې اعتراضونو له پنځو اوونیو راهیسې روان دي. دوی په ظاهره د پولیسو تر شکنجې لاندې د مهسا امیني وژل غندي او د ښځو په وړاندې د حکومت د سختو تګلارو په مخالفت کې راپورته شوي. په اوسلو کې د بشري حقونو یوې ډلې پرون دوشنبه وویل، د مظاهرو له پيله تر اوسه د ۲۷ ماشومانو په ګډون ۲۱۵ کسان وژل شوي دي. اروپایي... Читать дальше...
روسیه کې د یوې پوځي جیټ الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه شوي او ۶ نور تري تم دي. په ییسک ( Yeisk) ښار کې دغه پېښه پرون (د اکتوبر په ۱۷مه) وشوه، دا الوتکه یوې هستوګنیزې ودانۍ ته نژدې ولوېده او اور پرې بل شو. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت پرون ناوخته وویل چې پېښه کې ۲۵ تنه ټپیان شوي هم دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، پېښه د الوتکې د پرواز پر مهال یوه انجن کې د اور لګېدنې له کبله شوې ده. د سوټا په نوم انلاین ورځپاڼې د مړو شویو شمېر ۶ او د ټپیانو ۲۷ ښودلی دی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به سبا په اسټرالیا کې د نړیوال جام په درشل کې خپله دویمه تمریناتي لوبه له پاکستان سره وکړي. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه پرون له بنګلهدېش څخه د ۶۲ منډو په توپیر وګټله. د کرېکټ بورډ وياند فرید هوتک د پرونۍ لوبې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "لکه څنګه چې مو د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ لوبه ولیدله، څرګنده شوه چې د هېواد ملي لوبډلې نړیوال جام ته پوره چمتووالی نیولی دی." د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. افغان... Читать дальше...
د افغانستان پخوانی قاضي القضات سید محمد یوسف حلیم دوشنبه په ابوظبي کې وفات شوی. د راپورونو له مخې ښاغلی حلیم له تېر شاوخوا یو کال په ابوظبي کې د افغان کډوالو په یوه موقت کمپ کې وو. د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل فېس بوک د ښاغلي حلیم په مړینې خواشینې ښودلې او د وطن لپاره یې لویه ضایعه بللې. هغه زیاته کړې چې یوسف حلیم په ډېر صداقت دنده ترسره کړه او د افغانستان د قوانینو په تقنین او د عدلي او قضايي سکتور په اصلاح کې یې ډېره لویه ونډه درلوده.
اوکراین د لومړي ځل لپاره د ښځينه بندیانو په تبادله کې د ۱۰۸ مېرمنو د خوشې کېدو اعلان وکړ. د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي د دفتر مشر اندري یرمک په ټیلګرام کې ویلي چې دا تبادله د اکتوبر په ۱۷مه وشوه او ۱۰۸ ښځې خوشې شوي چې زیاتره یې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو غړې دي. دا په اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د ښځینه بندیانو لومړنۍ لویه تبادله وه. یرمک وویل، په خوشې شویو بندیانو کې ۳۷ تنه هغه ښځې وې چې د اوکراین په ماریوپول ښار کې د ازوفستال د فولادو په کارخانو کې د څو اونیو جګړو په ترڅ کې بند پاتې وې. Читать дальше...
د طالبانو حکومت شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ټاکلی. ذبیح الله مجاهد دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر د شیخ ندیم د ټاکل کېدو خبر ورکړی. شیخ ندامحمد ندیم تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کابل او ننګرهار والي پاتې شوی. دی د مولوي عبدالباقي حقاني پر ځای تعین شوی. حقاني په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو ټایمونه او ټولګي سره جلا کړي وو او ځینې نورې محدوودنکې پالیسۍ یې هم وضع کړې وې.
په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو پر بنسټ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د دوشنبې په ورځ هم پراخې مظاهرې روانې وې. د ازادې اروپا راډيو فردا څانګې راپور ورکړی چې په بوشهر کې د فارس خلیج پوهنتون محصلانو د تهران د اېوېن په زندان کې د امنیتی ځواکونو د حملو په اعتراض کې د حکومت ضد شعارونو په ورکولو سره مظاهره وکړه. "وژل کوي او ډزې کو - ایوین یې وسوځاوه" د تهران د طبي علومو په پوهنتون او د تهران په ازاد پوهنتون کې هم د محصلینو اعتراضونه روان وو. په اردبیل کې د طب د محصلینو له اعتراض وروسته... Читать дальше...