Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځينه کارکوونکې له دندو ځواب کړي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن د دې وزارت ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې له دې وروسته، دې ادارې ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي.


يو شمېر ښځينه کار کوونکې چې د دې ادارې چارواکو نن په یاد وزارت کې د کار کولو منع کړي دي وايي، د طالبانو په رژیم کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي نن ورته ویلي، له دې وروسته، دغه وزارت ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي.




د دغو ښځو له قوله، دوی د خپلو کورنیو سرپرستې دي او بې له دې چې کار وکړي، بله هیڅ لار نه‌‌لري.


د دې وزارت یوې کارکوونکې چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دوی ته یې ویلي باید ولاړې شي او په کور کېني.


دا کارکوونکې وايي: "وايي، هیڅ کار مه کوئ، دروازه درته پرانيستې ده، ولاړې شئ او په کور کېنئ. زموږ غږ باید نړیوالو ته ورسېږي. موږ څه وخورو. موږ به یا نن دوی وژني او یا هم به هم خپل کار ته ځو."




معترضو مېرمنو ازادي راډیو ته څو ویډیوګانې هم را استولي چې په‌کې لیدل کېږي، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت نه د لسګونو ښځو د ویستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي.




هاخوا ازادي راډیو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو د رئیس مدیر احمدي هغه وینا هم تر لاسه کړې ده چې د دې وزارت د ښځینه کارکوونکو د شړلو پر مهال یې کړې.


هغه په خپلو خبرو کې وايي، د دوی د قانون له مخې، نارینه او ښځینه په یوه اداره کې ګډ کار نه‌شي کولای.


نوموړی وايي: "که تاسې په دې فکر کوئ چې موږ راځو، کار مو کوو، ستاسې دا کار کول په هغه تېر نظام چې د جمهوریت نظام و، په هغې کې یې تاسې ته جواز در کاوه چې ښځې کولای شي کار وکړي. دا یو اسلامي نظام دی، اساس بدل شوی، قانون هم بدل شوی او نظام هم بدل شوی. د دې نظام د قانون په مادو کې داسې لیکل شوي چې ښځې نه‌شي کولای له سړو سره یوه اداره کې یو ځای کار وکړي."




مدیر احمدي د دې وزارت له ښځینه کارکوونکو غواړي چې د ځان پر ځای یو بل څوک ور معرفي کړي، څو د دوی پر ځای دې اداره کې کار وکړي.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي په خپلو خبرو کې ښځو ته د ناقص‌العقل او ناقص دین خطاب هم کوي او وايي، که دوی یې د پرېکړې په خلاف اعتراض وکړي، دا به د دې وزارت لپاره بدنامي وي.


اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې نوموړي له یوې غرفې خبرې کولې او دوی ته مخامخ نه و.


د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مو د دې پرېکړې په اړه وپوښت، خو هیڅ مسؤل چارواکی یې خبرو ته حاضر نه‌شو.




له دې وړاندې د طالبانو رژیم د مالیې وزارت هم ښځینه کارکوونکې په کور کړې وې او ترې یې غوښتي وو چې د ځان پر ځای کوم نارینه ور معرفي کړي.


طالبان داسې مهال ورځ تر بلې په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه زیاتوي چې تېره اوونۍ متحده‌ایالاتو د دوی په یو شمېر چارواکو د ښځو د حقونو د نقض له امله د ویزې بندیز ولګاوه.


تر څنګ یې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوو نورو طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله د سفرونو بندیز لګولی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus