Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بشري حقونو يوه ډله: طالبانو مياشت مخکې پنجشېر کې يو شمېر اسيران وژلي

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار یوه برېتانیا مېشته مؤسسه وايي، طالبانو میاشت مخکې په پنجشېر ولایت کې یو شمېر اسیران وژلي دي.


اسوشیتدپرس خبري اژانس ویلي، برېتانیا کې د افغان ویټنس یوې غیر انتفاعي پروژې نن یو راپور خپور کړی او په‌کې یې ویلي دي چې دا وژنې تېره میاشت شوې دي.


افغان ویټنس هغه پروژه ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه معلومات او اطلاعات راټولوي، شننه او څېړنه یې کوي.


د دې نوي راپور پر بنسټ، د پنجشېر په یوه سیمه کې د ملي مقاومت په نوم د جهبې پر جنګیالیو د طالبانو په حمله کې دغه کسان اسیران شوي او په ډزو وژل شوي دي.


طالبانو له دې مخکې ادعا کړې وه چې دغه کسان په جګړه کې وژل شوي وو.


وړاندې راځي، یوه له هغو ویډیوګانو چې د افغان ویټنس له خوا تأییده شوی ده، پنځه سړي په‌کې ښکاري چې سترګې او لاسونه يې تړل شوي او وروسته طالب جنګیالي پرې د ۲۰ ثانیو لپاره ډزې کوي او وژني يي.




اسوشیتدپریس د افغان ویټنس په حواله ويلي، په لسګونو سرچینو او د ټولنیزو رسنيو عکسونه او ویډیوګانې يې پلټلي او موندلې یې ده چې یوازې لس سړي د درې په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.


د اسوشیتدپرس د راپور پر بنسټ، د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، یو پلاوی په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو په څېړنه بوخت دی.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.




د راپور پر بنسټ، هغه تېره میاشت ویلې و، طالبانو د مقاومت جبهي ۴۰ جنګیالي وژلي او له سلو څخه زیات يې اسیران کړي دي، خو هغه د دغو ۴۰ تنو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه وو ویلي.


بل‌خوا ازادي راډیو موندلې، یو له هغو کسانو چې تېره میاشت د پنجشېر په خنج کې له اسیرېدو وروسته د طالبانو له‌خوا ووژل شول د مقاومت جهبې یو قومندان یار محمد و.




هغه له خپلو دوو زامنو، یوه ورور او پنځو جنګیالیو سره وژل شوی و.


اوس يې د کورنۍ غړیو ازادۍ راډیو ته ویلي، د یوې میاشتې هڅو وروسته طالبانو اجازه ورکړې چې د دې کسانو مړي خاورو ته وسپارل شي.


د خنج لپاره د طالب ولسوال مولوي شیرعلي دغه خبره ازادي رادیو ته تأییده کړي ده خو دا چې د دغو وژلو شویو کسانو جنازې ولې په ځنډ خاورو ته سپارل کیږي څه يې نه‌دي ويلي.




د خنج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدنکو ویلي، مخکې طالبانو دوی ته اجازه نه ورکوله چې ددغو کسانو جسدونه له غره راښکته او خارو ته يې وسپاري.


په دې وروسیتو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان کړی و چې، یو پلاوی يې پنجشېر ولایت ته لېږلی څو دغلته د بشري حقونو د سرغړاویو د ادعاوو څېړنې وکړي، خو تر اوسه د دې څېړنو پایلې نه‌دي روښانه شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus