Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې 'زر څانګې' نړیواله جایزه ګټلې

د پښتو ژبې مشهورې سندرې غاړې زرڅانګې د ۲۰۲۲ کال د اغا خان د موسیقۍ نړیواله جایزه ګټلې ده.


زر څانګې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ ډېر خوشحاله شو ډېر خوشحاله شو. اوس هم د کوهاټ په یوه سمیه کې په خیمه کې ژوند کوم. ټول عمر مې خیمه کې تېر شو او دا سندرې مې چې ویلي خو حکومت موږ ته څه نه راکوي. شپږ بچي مې دي، یو وفات شوی د هغه یتیمان دي او نور ماشومان هم دي خو هیڅ نه شته."


د اغا خان میوزیک ایوارډ وېبپاڼې د اکټوبر پر شپږمه لیکلي چې سږ کال دا جایزه ۱۰ کسانو ته ورکول کېږي چې یوه په کې زر څانګه هم ده.


د ایوارډ مالیت پنځه لکه امریکايي ډالره دی چې په ۱۰ کسانو به مساوي وېشل کېږي.


د زرڅانګې تر څنګ چې نورو کومو هنرمندانو او موسیقارانو ته دا ایوارډ اعلان شوی په هغو کې د افغانستان داود خان سدوزی، د هندوستان ذاکرحسین، د مالي عابیل بوکوم، د هندوستان اسین خان لانګا، د موریتانیا کومبانی مینټ، د اندونیزیا پیني چاندرا ریني، د برتانیې سومیک دتا، د تنزانیا یحیا حسین او د ایران یاسمین شاه حسیني شامل دي.


دا کسان د ۴۰۰ نوماندانو له منځه غوره شوي او ایوارډونه به ورته د روان کال د اکټوبر له ۲۹ مې تر ۳۱مې نېټې پورې د عمان په مسقط ښار کې د یوې غونډې پر مهال ورکول کېږي.


دغه جایزه په هرو درېیو کلنو کې له موسیقۍ سره تړلو کسانو ته د اغا خان بنسټ لخوا ورکول کېږي.


ځوان او نوښتګر سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، د زر څانګې غږ په افغانستان او د نړۍ په کچه خپل مینه وال لري. 


نوموړي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "زما په نظر دا باید څو ځله تکرار شوې وای او مېرمن زر څانګه د داسې جایزو ګټونکي پېژندل شوې وای. په داسې حال کې چې په افغانستان کې موسیقي بند ده او په مېرمنو هر ډول محدویتونه شته او ښځو حقوق هغه شان چې وای نه ورکول کېږي زه له دې بنسټ مننه کوم او دا زه یو ښه هڅه ګڼم. ددې لپاره چې مېرمن زر څانګه د دې جایزې وړ وه."


راشه ماما ځوی دې لیونې دی او شین وارې لونګینه د مېرمن زرڅانګې مشهورې سندرې دي.


په افغانستان کې د زر څانګې یو مینه وال عمر وايي: "کلونه مخکې چې زر څانګې کومې سندرې ویلي وې اوس هم ډېر مینه وال لري. ډېر ځوان سندرغاړي او سندرغارې د هغې کمپوزونه راخلي او بیا وايي، زه یې شخصاً د سندرو خاص علاقمند یم."


دغه راز د زرڅانګې یو بل مینه وال کریم وویل: "له اغا خان بنسټ مننه خو د پښتو ژبې نور مشهور سندر غاړي هم چې بد اقتصادي وضیعت کې دي باید لاسنیوی یې وشي او په دغه ډول ډېر معنوي او مادي ډالیو باندې ونازول شي."


افغان نامتو انځورګر حمدالله الله ارباب د زرڅانګې یو انځور جوړ کړی دی.


نوموړي دا انخور په خپل فېس بوک پاڼه خپور کړی او د زرڅانګې غږ یې د ولس د زړونو غږ بللی او د جایزې مبارکي یې ورکړې ده.




نوموړي، ازادي راډیو ته په خپلو ټولنیزو پاڼو د دې انځور د شریکولو اجازه ورکړې ده.


زرڅانګه وايي، ۸۰ کلنه ده خو لا کور نه لري او په خیمه کې ژوند کوي.


مخکې د مېرمن زرڅانګې د اقتصادي ستونزو په اړه وخت په ناوخت راپورنه ورکړل شوي و، خو نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې هیله وښوده چې ژر به له دې اقتصادي ستونزو ووځي.


د مېرمن زرڅانګې په اړه په خپاره شویو معلوماتو کې ویل شوي چې نوموړې د پښتونخوا لکي مروت او نورنګ ته څېرمه یوه کلي کې زېږېدلې ده.


هغې له یو کوچي‌ سره چې 'لعل جان' نومېده وادو وکړ او ۲۲ کاله وړاندې د یې خاوند د ناروغۍ له امله مړ شو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus