Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل ځینې اوسېدونکي: په ۹۰۰۰ افغانۍ د یو ټن ډبرو سکرو د پېرلو توان نه لرو

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دولتي ډبرو سکرو بیه چې د طالبانو د حکومت لخوا ټاکل شوی د تېر کال په پرتله لوړه ده.


په داسې حال چې ژمۍ راتلونکی دی او د خلکو اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوي د طالبانو حکومت په یوه تازه پرېکړه کې د دولتي ډبرو سکرو بیه یو ټن ۹ زره افغانۍ ټاکلې چې دغې پرېکړې د خلکو اندېښنې راپورته کړي.


د کابل ښار ځینې اوسېدونکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت په دې پرېکړې انتقاد کوي وايي چې سږکال د دوی اقتصاد ښه نه دی او نه شي کولای چې په دغه بیه د ډبرو سکاره راونیسي.


متقاعد استاد جواد ازادي راډیو ته وویل: "دا چې حکومت اعلان کړی یو ټن د ډبرو سکاره په ۹ زره افغانۍ باور وکړئ، چې موږ ناداره خلکو لپاره ډېره ستونزمنه ده. د دې د اخیستلو توان نه لرو. مایع ګاز او تېل چې له بهرنیو هېوادونو واردېږي هغه هم قیمته دي، خو د ډبرو سکاره چې په هېواد کې دننه دي، په داسې حال کې چې په ورځني ډول زرګونه ټنه پاکستان ته صادرېږي موږ ته باید دا ارزانه وي."


نوموړی وايي، دوه کاله کېږي، چې تقاعدي یې نه ده اخیستې.


د کابل ښار بل اوسېدونکی میرجنید هم د طالبانو د حکومت له خوا د ډبرو سکرو لپاره په تازه ټاکل شوې بیه انتقاد لري.


هغه وویل: "حکومت پوهېږي چې شرایط په افغانستان کې ډېر سخت دي او د خلکو اقتصاد خراب دی. د یو ټن سکرو بیه چې ۹ زره افغانۍ وي، وس یې نه لري. په تېرو کلونو کې به ما یو ټن سکاره په شپږنیم زره افغانۍ اخیسته، اوس چې سکاره زموږ له خپلو منابعو دي باید بیه یې له څلور نه تر څلور نیم زرو پورې وي."




دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدلغني برادر په مشرۍ د شنبې په روځ د یوې ځانګړې کمېټې له مخې پرېکړه شوې چې د کابل په څلورو زونونو کې ۴۰۰ ټنه د ډبرو سکاره ځای پر ځای کړي.


د دغې اعلامیې په بنسټ، د کابل په ښاریانو د ذخیره شویو ډبرو سکرو هر ټن باید په ۹۰۰۰ افغانیو وپلورل شي.


د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه شان پرېکړه شوې چې د اوبلن ګازونو په برخه کې هم له خصوصي سکټور او د طالبانو د تر کنټرول لاندې د ګاز او نفتي موادو له دولتي ادارې سره په همغږي د ذخیره کولو لپاره تدابیر ونیول شي.


د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد بیا ازادي راډیو ته په یو ویډیي پیغام کې د نورو سون توکو او د ډبرو سکرو په اړه د خلکو اندېښنې داسې ځوابوي: "د صنعت او سوداګرۍ وزارت خپلو ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې په هر ډول شرایطو کې د خلکو اندېښنو د لرې کولو لپاره د بیو د لوړېدو د مخنیوي په هدف خپلې هڅې جاري ساتي."


د کابل ښار اوسېدونکي داسې مهال د ډبرو سکرو له لوړې بیې انقتاد کوي چې د راپورونو له مخې سږکال پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صاداراتو د زیاتېدو خبره شوې ده.


سره له دې چې د طالبانو دا حکومت دا کار له ګڼو انتفادونو سره مخ شوی، خو د طالبانو حکومت بیا وايي چې دا د خصوصي سکټور کار دی.


د پاکستان لومړي وزیر شبهاز شریف څو میاشتې وړاندې د کابینې په یوې غونډه کې له افغانستان نه د ډبرو سکرو د وارداتو په اړه ویلي و چې دوی به په کلني ډول ۲،۲ میلیارده ډالره له افغانستان نه پاکستان د ډبرو سکرو د وارداتو په برخه کې سپما وکړي.




له دې وړاندې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت برهان ویلي و چې د دوی د څېړنو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د ډبرو د سکرو بېلابېلې ۸۰ ذخیرې موجودې دي او دوی یوازې له ۱۷ هغوی یې استخراج کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus