محلي سرچینې وايي، د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د یوه کان ۵ تنه کارګران مړه شوي دي.
دغو سرچینو نن ازادي راډیو ته ویلي، چې نن سهار په انجیر سیمه کې د سرو زرو د یوه کان د پرېوتو له کبله دغه ۵ کارګران مړه شوي دي.
د تخار لپاره د طالبانو چارواکو د دې پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.