Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یوه تازه څېړنه: د اليکټرونيکي یا برقي سګرېټو څکول د سالنډۍ سبب کېږي

دا څېړنه د امريکا متحده ایالتونو په ماسچوست ایالت کې د هاروارډ پوهنتون په همکارۍ په یوه عمومي روغتون کې د روغتيايي معایناتو په وسيله پر هغو څلورو کسانو تر سره شوې چې اليکټرونيکي سګرېټ يې څکول.


په دې لړ کې هغه خلک چې معاينه شوي، هر يوه يې له دريو څخه نيولې بيا تر اتو کالو پورې اليکټرونيکي سګرېټ څکولي او د سالنډۍ له جدي ناروغۍ څخه ځورېدلي وو.


په ماسچوست روغتون کې د تنفسي سيسټم متخصص ډاکټرانو موندلې، هغه څوک چې اليکټرونيکي سګرېټ څکوي لومړی يې تنفسي سيسټم تخریش يا خارښت پيدا کړی او د وخت په تېرېدو سره يې د تنفس یا سا ايستلو لاره تنګه شوې چې په دې ډول د سالنډۍ يا نفس تنګۍ ناروغي ورته پيدا شوې ده.




په افغانستان کې د غير ساري ناروغیو متخصص ډاکټران وايي چې، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې هم د اليکټرونيکي سګريټو څکول ډېر شوي دي.


د غیر ساري ناروغيو د درملنې متخصص ډاکټر سيد حبيب اروال وايي چې، اليکټرونيکي سګرېټ د عادي سګرېټو په شان نيکوتين لري او د انسان روغتيا ته هغومره زيان لري لکه څنګه چې يې عادي سګرېټ لري.


نوموړی وايي: "د دې ډول سګرېټو په جوړښت کې اتیا سلنه نيکوتين استعمالېږي، کېدای شي چې د ګاز يا مايع په شکل په‌کې استعمال شي. د برقي سګرېټو څکول ټول هغه زيانونه لري لکه د عادي سګرېټو څکول چې يې لري، خو په اوسنیو څېړنو کې ثابته شوې چې د دې سګرېټو مواد هم د سرطان ناروغي پيدا کوي، یاني هغه سرطان چې له تنباکو څخه پيدا کېږي، هغه مواد چې په دې سګرېټو کې استعمالېږي سربېره پر دې چې د اعتیاد سبب کېږي، د سرطان د ناروغۍ سبب هم کېږي."




په ۱۴۰۰ شمسي کال کې د مخکيني حکومت د څېړنو له مخې، د افغانستان د نفوسو ۸،۶ سلنه خلکو له تنباکو څخه استفاده کوله.


د دې څېړنې پر بنسټ، په افغانستان کې د ۲۱ سلنه خلکو مړينه له دې امله وه چې مواد يې د دود په شکل استعمالول، خو په افغانستان کې هغه مسؤلې ادارې او بهرني بنسټونه چې په دې برخه کې فعالیت کوي، تر اوسه نه‌ده څرګنده کړې چې په افغانستان کې څومره خلک اليکټرونيکي سګرېټ څکوي.


خو روغتيايي مرکزونو ته د دخانیاتو له مراجعینو څخه څرګندېږي چې، دوی د ناسمو باورونو له مخې د عادي سګرېټو تر پرېښودلو وروسته اليکټرونيکي سګرېټو ته مخه کوي.

------------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus