Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نشنل انټرست: انتحاري بریدګر د طالبانو پر کورنیو چارو وزارت برید کړی

نشنل انټرست:


نشنل انټرست مجلې یو مطلب تر دې سرلیک لاندې لیکلي دي: "انتحاري بریدګر د کابل په زړه کې د طالبانو پر کورنیو چارو وزارت برید وکړ."


په مطلب کې وایو چې په دې پېښه کې د وزارت څلور کارکوونکي ووژل شول دا د تېر اګست راهیسې د طالبانو حکومت د بیا ځلي واکمنېدو پر وړاندې د تاوتریخوالي تازه پېښه وه.


مجلې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له قوله لیکلي، پېښه له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې ډېری کارکوونکي د ماسپښین لمانځه ادا کولو په موخه جومات ته ورټول شوي وو.


وړاندې راغلي چې که څه هم تر اوسه هیڅ یوې ډلې د دې پېښې پړه نه‌ده منلې، خو ډېری څارونکي په دې اند دي دا به د اسلامې دولت ډلې خراسان څانګې چې په داعش پېژندل کېږي کار وي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، د داعش وسله‌والو شمېر کم شوی او دغه ډله په افغانستان کې د کمزوري کېدو په حال کې ده.


نشنل انټرست لیکي، د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې اسلامې دولت ډلې خراسان څانګې په افغانستان کې یو لړ خبر جوړونکي بریدونه ترسره کړي دي.


د مجلې په ټکو، دغو حملو د طالبانو د حکومت ژمنتیا د امنیت د برقرارولو او د عامه نظم په اړه تر پوښتنې لاندې راويستې ده.


نشنل انټرسټ لیکې، دې ته په پام چې د کورنیو چارو وزارت قرارګاه د کلکو امنیتي تدابیرو کې ساتل کیږي او هوايي ډګر نژدی پرته ده، نو معلومه نه‌ده چې انتحارې حمله کوونکي څنګه دې ځای ته ځان رسولی دی.


د کیمیا نړۍ مجله:


د کیمیا نړۍ مجلې د هغه افغان کیسه چې په شپږ کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی او د بې‌وزله کډوال په توګه هلته لوی شوی خپره کړی ده.


د مجلې په ټکو، عبدالله سره له ډېرو ستونزو یو له هغو لومړنیو افغانانو څخه دی چې په ایران کې د کیمیا په برخه کې زده کړې وکړې او د ساینس په سیالیو کې بریالی شو.


په دوام کې لولو، عبدالله کلونه وړاندې افغانستان ته لاړ، څو د هغه علم او تجربې نه د افغانستان د ابادۍ لپاره کار واخیستل شي.


دغه راز مجله لیکې، عبدالله له هغې وروسته په افغانستان کې د خطر احساس وکړ او په ۲۰۱۰ کې بېرته ایران ته ستون شو او اوس د دوکتورا محصل دی؛ خو د خپل ځان او کورنۍ د مالي ملاتړ وس نه‌لري.


د مجلې په ټکو، یو کال کېږي چې عبدالله اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او ویره لري چې کومه ورځ يې له خپلې ښځې او دریو ماشومانو سره بېرته افغانستان ته ستون نه کړي ځکه بل ځای نه لري چې ورشي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus