Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان-امریکايي پوهنتون ځینې محصلانې: په سختۍ له افغانستانه ووتو

 


د افغانستان-امریکايي پوهنتون یو شمېر محصلانې وايي، له ډېرو ستونزو وروسته له افغانستان څخه په وتلو بریالۍ شوې دي.


نوم یې هوسۍ سادات ده او په افغانستان کې د خپلو وروستیو ورځو کیسه کوي، هغه ورځې چې طالبانو دې او نورو محصلانو ته اجازه نه ورکوله چې خپلو هیلو ته د رسېدو په خاطر له افغانستانه ووځي.


اغلې سادات د افغانستان – امریکايي پوهنتون د ادارې او سوداګرۍ په څانګه کې لېسانس کړی او اوس د مرکزي اسیا – امریکايي پوهنتون کې ماسټري کوي.


هغه وايي، له ۱۰۰ نورو نجونو محصلانو سره یې د روان کال د اګست په ۲۵مه له افغانستان څخه قرغزستان ته سفر درلود، خو د طالبانو له خوا یې مخه ونیول شوه او په دې تاریخ له افغانستان څخه په وتلو بریالۍ نه شوې.


هغې ازادي راډيو ته وویل: "هغوی پوهېدل چې موږ د امریکايي پوهنتون محصلانې یوو، په همدې خاطر یې موږ نه پرېښودلو چې لاړې شو. هغوی ډېر جنجال وکړ، دا چې زموږ الوتنه قطر ته وه، له قطر څخه راغلیو خلکو هم له طالبانو سره خبرې وکړې، خو هغوی و نه منله، حتی د قطر سفیر راغی، خو طالبانو محرم بهانه کړ."


اغلې سادات وايي، د طالبانو دا محدودېت سبب شو چې دوی له درسونو شاته پاتې شوې او تل به دا وېره ورسره وه چې که له افغانستان څخه په وخت و نه وځي، خپل سکالرشيپونه به له لاسه ورکړي.




 


د افغانستان – امریکايي پوهنتون یوه بله محصله چې د موضوع د حساسېت له امله نه غواړي، نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو چلند ورسره سم نه و.


هغه وايي: "له موږ څخه یې پټ عکسونه واخیستل، موږ یې وګواښلو چې دا خبره باید له هوايي ډګر څخه و نه ایستل شي. زموږ موبایلونه یې وکتل او موږ چې هلته عکسونه اخیستي وو، هغه یې پاک کړل. تر ۳ بجو یې لکه یرغمل کېنولي وو. وسایل یې نه را تسلیمول او غوښتل یې زموږ نوم په یوه لېست کې ثبت کړي چې که وروسته وغواړو ووځو، پرې مو نه ږدي."


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پوښتنې ځواب نه کړې.


طالبانو له واکمنېدو وروسته له ښځو څخه د یوازې سفر حق واخیست.


د طالبانو د دې فرمان له عملي کېدو وروسته ښځې وايي، په افغانستان کې دننه او بهر ته د سفر په وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي.


طالبان وايي، د سفر په مهال باید له ښځې سره محرم هم وي خو ښځې په ځانګړې توګه محصلانې وايي چې پوهنتونونه یوازې دوی ته د ویزې، زده کړو او نورو مصارف لپاره امکانات برابروي او د کورنۍ نور غړي نه ورسره مني.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus