په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې کندز ته سفر کړی
یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي چې اوتونبایووا په کندز کې له ځایي چارواکو، د مدني ټولنې له ډلو او د ښځو، رسنیو او سوداګرو په ګډون د ټولنې له استازیو سره پرلیدنو کتنو سربېره د نجونو له یوه ښوونځي هم کتنه کړې ده.
د نوموړې په خبره ډېرې اندېښنې د معیشیت د محدودو امکاناتو، بانکي سیستم او پر سوداګرۍ څرخېدې چې باید ورته پام وشي.