د ترکیې سرې میاشت ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې ۷۵ معلولانو ته ۷۵ ویلچرونه یا څرخ چوکۍ ورکړي دي.
د دغو څرخ چوکیو د سپارلو په مراسمو کې په کابل کې د ترکیې سفیر ارګین آی وویل، هېواد یې په تېر یوه کال کې د خیر ښېګڼې په نوم څو ریلګاډي بشري مرسته افغانستان ته لېږلې ده او دا مرستې لا هم دوام لري.
ترکیې د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې هم د مرستې په توګه افغاني سره میاشت ټولنې ته ۱۵۰ څرخ چوکۍ ورکړې وې.