د نشتر میډیکل کالج ویاند ډاکټر سجاد مسعود په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې د روغتون انتظامیه لاوارثه مړي په مرده خانه کې ږدي او بیا یې د طبي زده کړو لپاره په کار راولي. نوموړي دا هم ویلي چې د طبي زده کړو لپاره محصلینو ته له سپارل کېدو وړاندې جسدونه پر بام اېښودل کېږي چې وچ شي.