د افغانستان پلازمېنه کابل کې د «کاج» په نوم پر یو ښوونیز مرکز له بريده وروسته د غبرګونونه دوام لري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د کابل ښار په یوه ښوونیز مرکز کې په وحشتناک برید کې لسګونه نجونې او هلکان ووژل شول. چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د قومیت او جنسیت په پام کې نیولو پرته باید زده کړو ته په خوندي توګه د لاسرسي زمینه برابري کړي." بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې د دې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده. په دې بیان کې راغلي... Читать дальше...
د ۲۰۱۶ز کال په لومړيو کې پښتو ژبه د انټرنېټي پلټونکي ماشين ګوګل ژباړن برخه وګرځېده خو تر دې کلونه وړاندې پر انټرنېټ په انلاين بڼه د پښتو لسګونه ډېکشنريانې يا قاموسونه موجود ول. يو پښتون ځوان احمد ولي اڅکزي دا کار په يوازې سر پیل کړی وو چې اوس يې له پښتو نورو ژبو او له نورو ژبو پښتو ته پر انټرنېټ د خپرو شويو قاموسونو شمېر شاوخوا ۵۰ ته رسېدلی دی. له نوموړي سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې ورستیو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې د کثافاتو زیاتوالي د ښار ښکلا کمه کړې ده. دوی له اړونده ادارو غواړي چې پر وخت د کثافاتو او د ښار پاکوالي ته پام ډېر کړي. بلخوا د کندهار ښاروالي وايي، د همکارو مؤسسو په مرسته یې د دغه ښار د پاکوالي او سرسبزۍ په برخه کې شپږ میاشتنی پروګرام پيل کړي چې پهکې زرګونه کسان د ښار د پاکوالي په برخه کې په کار بوخت دي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اسټرالیا کې د قرنطین پنځلس ورځنۍ موده تېروي، خو په ترڅ کې یې د نړیوال جام لپاره تمرینات پیل کړي دي. افغان لوبډله د پنجشنبې په ورځ له متحد عربي اماراتو څخه اسټرالیا ته روانه شوه چې په نړیوال جام کې برخه واخلي. نړیوال جام درې اونۍ وروسته پیلېږي. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک اسټرالیا ته د ملي لوبډلې وار له مخه تګ ګټور وباله. هغه وویل: "لوبغاړي د اسټرالیا له هوا، پیچونو او وخت سره بلدتیا ترلاسه کړي، د لوبغاړو مورال اوچت دی که خدای کول په ښه چمتوالي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي، د کابل د پروني خونړي برید عاملان دې عدالت ته راکاږل شي. یوناما په یوه ټویټ کې چې تیره شپه ناوخته یې خپور کړ، وویل چې طالبان باید خپلې ژمنې د ټولو افغانانو د خوندیتوب په برخه کې عملي کړي. د یوناما په وینا، معارف باید په افغانستان کې د شخړو او تبعیض ځای نه وي. د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې د کابل په دشت برچي سیمه کې په پروني برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د دې برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې،... Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وایي، سږکال یې په هرو پنځو افغانانو کې له دوو تنو سره مرسته کړې ده. ډبلیو ایف پي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په ۲۰۲۲م کال کې یې ۲۱ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولي دي. د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا د دوی بنسټ پر افغانانو د وچکالۍ د منفي اغېزو مخنیوی تر یوه بریده کړی دی، خو وایي چې راروان ژمی به اسانه نه وي، نو له افغانانو سره باید مرستې وشي.
د ایران د استخباراتو وزارت د تېرو څو ورځو په لړ کې د مظاهرو پر مهال د نهه تنو بهرنیانو د نیولو خبر ورکړ. د دې وزارت خبرپاڼه پرون ایرنا رسمي اژانس خپره کړه، په دې کې راغلي دي چې په نیول شویو کې د جرمني، پولنډ، ایټالیا، فرانسې، هالنډ او سویډن اتباع شامل دي. په ایران کې پراخې مظاهرې وروسته تر دې پیل شوې چې څه باندې دوې اونۍ مخکې دوه ویشت کلنې مهسا امیني د پولیسو د وهلو له امله ساه ورکړه. د ایران پولیس وایي، پر مهسا د زړه حمله راغلې وه او په دې اړه تحقیقات کوي. د مهسا تر مرګ وروسته د اعتراضونو په ترڅ کې نږدې اتیا کسان وژل شوې دي.
اوکراین هغه وړاندیز لاسلیک کړی دی چې له ناټو سره د دغه هېواد د یوځای کېدو چارې ګړندۍ کوي. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي پرون وویل چې د اشغال کوونکو له لوري د دوی د خاورې د هرې برخې د بېلېدو د مخنیوي لاره همدا ده چې اوکراین پياوړی شي او سوله ټینګه شي. زیلینسکي زیاته کړه چې روسیه له دوی غلا کوي. د ده اشاره دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپروژیا ته وه چې هلته ماسکو ټولپوښتنه وکړه او ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د روسیې له خاورې سره د دې سیمو د یوځای کېدو سند لاسلیک کړ.
د امریکا متحدایالتونو په سلګونو روسانو وروسته تر دې بندیزونه ولګول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یوځای کېدو پرېکړه لاسلیک کړه. د امریکا د متحدایالتونو د خزانې وزارت وویل، د روسیې د پارلمان، د دغه هېواد د مالي او پوځي برخو پر یو شمېر چارواکو او د روسیې د نظامي صنعت پر تامین کوونکو چې د ټولو شمېر سلګونو ته رسېږي بندیزونه لګول شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت وزیرې جانت ایل یالین په یوه بیان کې وویل، کله چې پوتین په چل او دوکه د اوکراین د یو شمېر... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو حکومت غواړي چې د هغو افغانانو د دایمي ویزې د ورکړې بهیر به چټک کړي چې امریکا ته رسيدلي دي. په متحد ایالتونو کې داسې په لسګونو زره افغانان ژوند کوي چې په افغانستان کې یې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې له امریکایایي پوځیانو سره همکاري کړې دي خو اوس د بېلابېلو ستونزو له امله، لکه د اسنادو د چمتو کېدو له امله نه دي توانېدلي چې ویزه ترلاسه کړي او دې ته انتظار دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته ویزې ورکړي. د لورین پیټرسن په نوم د کډوالو یوې وکیلي وویل چې د دې ګڼ موکیلین... Читать дальше...
د جمعې د ورځې برید د کابل د ښار ارامي یوځل بیا واخیسته. د پېښې اکثر قربانیان ملکیان او ډېری یې نجونې دي چې د کاج رونیز مرکز ته د کانکور د ازمایښتي ازموینې لپاره راغونډې شوې وې. پر دې پېښه د افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونه څرګند شوي دي. د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار دا حمله وحشتناکه او بوږنونکې وبلله. دې د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ چې د هزاره و د امنیت لپاره دې پراخې هڅې وکړي. هغه زیاتوي: "دا یوه مسئله ده چې طالبان له دغسې حملو سره څرنګه چلند کوي. داسې ښکارې چې... Читать дальше...
ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د کابل په لوېدیځ کې پر پرونۍ خونړۍ حملې لیکنې خپرې کړې دي. نيويارک پوسټ: نیویارک پوسټ د دې پېښې د جزییاتو او مرګژوبلو له بیانولو وروسته د طالبانو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، پکار ده چې د هرې لویې غونډې جوړونکي مخکې تر مخکې دوی ته خبر ورکړي چې امنیتي تدابیر ورته زیات کړي. د دې حملې او دې ته ورته د نورو دا ډول بریدونو په خاطر پر طالبانو انتقادونه زیات شوي چې د خلکو امنیت نهشي ساتلی. ګلوب انډ مېل: کاناډايي ورځپاڼې ګلوب انډ مېل... Читать дальше...