Мы в Telegram
Добавить новость

Орловская делегация холдинга «F-MEDIA» провела радиоперекличку на выставке «Россия»

Диетолог Соломатина предупредил об обилии сахара в покупных куличах

Житель Мытищ получил 9 лет и 10 месяцев колонии за убийство родной сестры

Капремонт проведут в гимназии им Подольских курсантов в мкр Климовск Подольска

World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

څارونکي: افغانستان کې دې د بشري مرستو پر لګولو څارنه زیاته شي

څارونکي: افغانستان کې دې د بشري مرستو پر لګولو څارنه زیاته شي

ځینې څارونکي وايي، لا هم شک لري چې له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو د یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو په اندازه بشري مرسته دې په شفاف ډول لګول شوي وي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون یو استاد، په دې باور دی، چې په کار ده له افغانستان سره د کېدونکو بشري مرستو د څار لپاره یوه درېیمګړې اداره جوړه شي.

عبید اله بهیر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده، چې ښايي د دغسې یوه میکانیزم د نه موجودیت په صورت کې مالي فساد ته لار اواره شي.

هغه وویل: "غوره لار دا وه چې د دواړو لوریو له خوا یو ګډ بنسټ رامنځته شوی وای، چې څه ناڅه شفافیت او مراقبت رعایت شوی وای. دا له بده مرغه یو واقعیت دی، هغه نړیوالې مرستې چې یوه هېواد ته ځي، که سم شفافیت او مراقبت په کې نه وي، مالي فساد په کې شته او فرصتونه یې زیات وي."

پخوانی خبریال او د سیاسي مسایلو شنونکی، قریب الرحمن شهاب وايي، د نړیوالو د بشري مرستو رسونې لپاره لا هم څرګنده تګلاره نه شته.

شهاب زیاتوی: "له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه هېڅ څرګند، منظم او صریح پلان نه شته، چې وښيي دغه مرستې کومو خلکو ته، د کوم احصایې او کوم اساس له مخې وېشل کېږي او د چا په لاس وېشل کېږي. یوازې د رسنیو دغه خبر دی، چې نقدي مرسته وشوه او یوه خصوصي بانک ته تسلیم شوه."

که څه هم د بشري مرستو د رسونې په چارو کې د طالبانو د مداخلې راپورونه ورکړل شوي، تېره اوونۍ په یوه انلاین غونډه کې د جرمني، ناروې، بریتانیا او څو نورو هېوادونو هغو غیردولتي بنسټونو چې په افغانستان کې فعالیت لري، په خپلو کې سلا مشورې پیل کړې.

په جرمني کې یوې سرچینې چې په دې غونډه کې برخه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، دوی پر دې بحث وکړ، چې له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې چې تر ډېره مالي دي، څنګه د طالبانو له اغېز پرته اړو کسانو ته ورسول شي.

دا بحثونه داسې مهال پیل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ تېره چهارشنبه د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز په یوه بحث کې وویل، د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره د واشنګټن د بشري مرستو اندازه یو میلیارد او سل میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د واشنګټن دغه مرستې په بېلابېلو پړاوونو کې اعلان شوي دي.

هغه ویلي: "موږ له افغانستان سره د څه باندې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو اعلان وکړ، چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې یې له افغانستان سره زموږ د بشري مرستو اندازه یو اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته ورسوله."

واشنګټن د دغو ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو بشري مرستو د اعلان پر مهال ویلي وو، چې له دې جملې به ۱۱۹ ملیون ډالره د بهرنیو چارو وزارت له بودجې او ۲۰۸ ملیون ډالره د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې د بشري مرستو د څانګې له خوا ورکړل شي.

امریکايي چارواکو نه دي ویلي، چې دغه اندازه مرسته یې له کومې طریقې افغانستان ته لېږلې، په مشخص ډول یې کومو ادارو ته سپارلې او پر دغو مرستو د طالبانو کنټرول یا نفوذ څومره و.

د افغانستان بانک هم، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وخت ناوخت د میلیونونو ډالرو په ارزښت د «مرستندویو هېوادونو» د بشري مرستو د ترلاسه کولو خبر ورکوي، چې تر ډېره د نقدو پیسو په بڼه وررسېږي.

د افغانستان بانک ویاند په دې باب د نور وضاحت ورکولو لپاره د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دغه بانک چې دغه مرستندوی هېوادونه نه مشخصوي، تقریباً هره اوونۍ د میلیونونو ډالرو د لیلام خبر هم ورکوي، چې عمده هدف یې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل دي. دا هرڅه لکه نوره نړۍ په انلاین بڼه نه ترسره کېږي.

اوس پوښتنه دا ده د مرستندویو هېوادونو دغه ډول بشري مرستې چې اندازه زیاته هم ده، ولې د نقدو پیسو په بڼه افغانستان ته انتقالېږي؟

قمر بنسټ چې په افغانستان کې فعالیت لري، مشر یې رحمت اله نوروز وايي، عمده علت یې د افغانستان د بانکي سیسټم ګډوډېدل او افغانستان ته د نړیوالو انتقالاتو محدودېدل دي.

هغه وايي: "متاسفانه د افغانستان بانکي مشکلات ډېر زیات دي. د سروې له مخې پخوا هر کال افغانستان ته ۸۰۰ ملیون ډالره راتلل، خو سږکال یوازې ۳۰۰ ملیون ډالره راغلي دي. له دې ښکاري چې څومره لوی اغېز یې کړی دی. شخصاً موږ او زموږ بنسټ پیسې په ډېرو ستونزو افغانستان ته انتقالوو."

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغانستان بانکي نظام له سختو ستونزو سره مخامخ شو، چې نړیوال مالي انتقالات ټکني شول او د بانکونو ګډونوال هم د پخوا په څېر په اسانۍ له بانکي خدماتو ګټه نه شي اخیستلی.

اوس چې د افغانستان بانک ته د نړیوالو بشري مرستې د نقدو پیسو په بڼه ورکول کېږي او په هغو کې د امریکا مرستې هم شاملې دي، معلومه نه ده د کوم میکانیزم له لارې تر اړو کسانو رسول کېږي، خو امریکايي چارواکو ویلي چې دوی به خپلې بشري مرستې د خپلو ادارو له طریقه لګوي.

د طالبانو ویاند وايي، په افغانستان کې بشري مرستې تر اړو کسانو له دوو لارو لګول کېږي.

ذبیح اله مجاهد پرته له دې چې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو د لګولو د لارو چارو په اړه وضاحت ورکړي ازادۍ راډیو ته وویل: "بشري مرستې دوه ډوله دي: یو هغه دي، چې د اسلامي امارت د ارګانونو له خوا وېشل کېږي. لکه سره میاشت، د پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او روغتیا وزارت. په پوره ډاډ ویلی شو چې دوی په شفافیت مرستې رسوي. بل هغه مرستې دي، چې نړیوال موسسات یې په خپل اختیار کې اخلي او خپله یې وېشي. دا نه شم ویلی چې د هغوی کارونه به څومره شفاف او څومره دقیق وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په وروستیو کې ویلي، یوازې په تېره اګست میاشت کې په افغانستان کې د دوی د مرستې رسونې په وړاندې ۱۲۹ پېښو کې خنډونه رامنځته شوي چې ۷۰ سلنه يې د طالب وسله‌والو له لوري وو.

اوچا ویلي دي، چې په تېره اګست میاشت کې ۲ مرسته رسوونکي وژل شوي، څلور ټپیان شوي او ۱۴ نور توقیف شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم په چنګاښ/ سرطان میاشت کې ویلي وو، چې طالبان د بشري مرستو په بهیر کې مداخله کوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې دوی په دې اړه خپلې اندېښنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړې دي، خو طالبانو پر دې موضوع رسماً کومه تبصره نه ده کړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ ویلي، د امریکا متحد ایالتونه بیا هم له افغانانو سره مرستې ته ژمن دي.

د پوهنتون استاد عزت اله پېژاند چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې له اړوندو ادارو سره کار کړی په دې باور دی، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د لګول کېدو پر شفافیت لا هم زیات کار ته اړتیا ده.

هغه وویل: "تر کومه ځایه چې مستندات ښيي دغه مرستې، پرځای نه دي لګول شوي. نه هم مستحقو کسانو ته رسېدلي دي. شواهدو په وار- وار ښوولې ده، چې دغه مرستې تر ډېره طالبانو ته نږدې کسانو ته ورکول کېږي او هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې اصلاً په بېلابېلو پېښو کې زیانمن شوي نه وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ ویلي، د دوی بشري مرستې به پر روغتیايي خدماتو، د بېځایه شویو او راستنېدونکو پر بیا ادغام او له افغانانو سره د ګاونډیو هېوادونو پر ملاتړ ولګول شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی، خو د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون ګڼو سازمانونو او هېوادونو ویلي چې له افغانستان سره به خپلو بشري او نورو مرستو ته دوام ورکړي.

Читайте на 123ru.net


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Люблино строители-мигранты напали на местных жителей

Диетолог Соломатина предупредил об обилии сахара в покупных куличах

Капремонт проведут в гимназии им Подольских курсантов в мкр Климовск Подольска

Строительство больницы началось в микрорайоне Ольгино в Балашихе

Музыкальные новости

Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали

Школьники могут принять участие в конкурсе видеороликов «Байкал без пластика»

«Регионы России – инвестиционный рай для коворкингов»: экспертное мнение Сергея Потанина, основателя сети коворкингов BLOKS

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ

Новости России

С 28 апреля по 1 мая в парках Москвы пройдёт яркая праздничная программа

2 тыс родителей выпускников с ОВЗ посетили собрание по инклюзивному образованию

Синоптик Тишковец: 30% месячной нормы осадков выпадет в Москве в субботу

Подмосковные проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023

Экология в России и мире

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

УЛЁТНОЕ ВИДЕО С УЛЁТНЫМИ ЖИВОТНЫМИ!

«Искусство объединяет мир»: российские художники приняли участие в Венецианской биеннале-2024

Сергей Трофимов выступит с летним концертом в Зеленом Театре ВДНХ

Спорт в России и мире

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис

Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде

Свёнтек разгромила Кырстю и вышла в 1/8 финала турнира WTA-1000 в Мадриде

Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде

Moscow.media

Тихий вечер...

Каршеринг BelkaCar и картографический сервис 2ГИС запустили серию совместных маршрутов

Утро у монастыря...

ИТ Альянс объявляет о графике работы в майские праздники











Топ новостей на этот час

Rss.plus






МИД Италии вызовет посла РФ из-за передачи активов Ariston «дочке» «Газпрома»

Диетолог Соломатина предупредил об обилии сахара в покупных куличах

На трассе М-4 "Дон" появится разметка для контроля дистанции

Капремонт проведут в гимназии им Подольских курсантов в мкр Климовск Подольска