Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې

د کابل پروني خونړي برید ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.


زینب د کابل په پروني خونړي برید کې خپله ځوانه خور له لاسه ورکړه.


حسنیه عظیمي د «کاج» کورس زده کوونکې وه چې پرون په کابل کې له خپلو ګڼو نورو ټولګیوالو سره د یوه خونړي برید هدف وګرځېده.


د حسنیې مرګ د هغې کورنۍ او خپلوان د ویر په ټغر کېنول.


د حسنیې خور زینب عظیمي وویل: "سهار له کوره ووته چې په ازموینه کې برخه واخلي. ورته ومې ویل چې مه ځه خو ټینګار یې درلود چې ځي. نهه بجې وې چې خبر شوو چاودنه شوې."


تر چاودنې وروسته د ګڼو قربانیانو جسدونه نه پیدا کېدل.


د حسنیې کورنۍ هم په هغې پسې څو ځایه وګرځېده.


زینب عظیمي وايي: "ټولو روغتونو کې وګرځېدو. علي جناع روغتون، وطن روغتون او نورو ځایو کې وګرځېدو جنازه یې نه پیدا کېده. نامعلومه وه. اخر کې چې ایمرجنسي ته ورسېدو له علي جناع روغتون زنګ راغی چې دلته یې جنازه پیدا شوې. بېرته راغلو او علي جناح روغتون کې مو جنازه پيدا کړه."


جمعه سهار وختي یوه انتحاري بریدګر د کاج په نوم په یوه ښوونیز مرکز کې برید وکړ.

هغه ټولګی یې په نښه کړ چې په کې ۱۵۰ زده کوونکې اکثر نجونې په ازمیښتي کانکور بوختې وې.


د طالبانو ویاندویانو له هغې ډلې د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تایید کړې چې په برید کې د کاج ښوونیز مرکز ۱۹ شاګردان وژل شوي او ۲۷ نور یې ټپيان دي. خو په ټولګي کې دننه د زده کوونکو زیات تعداد ته په کتو دا وېره شته چې د مرګژوبلې رقم تر دې زیات وي.


تازه یوناما ویلي، په دې برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان دي.




د کابل په دشت برچي او شاوخوا نورو سیمو کې چې اکثر شیعه هزاره مېشت دي له دې مخکې هم ګڼ خونړي بریدونه شوي.


د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۵ د کوثر دانش ښوونیز مرکز هم د ورته خونړي برید هدف ګرځېدلی وو چې پکې لږ تر لږه ۲۴ زده کوونکي وژل شوي وو او ۵۷ نور ټپیان و.


د هغه برید مسوولیت هم داعش منلی و.


داعش خراسان څانګه چې طالبان وايي ډېره فعاله نه ده او دوی یې د قابو کولو توان لري د طالبانو له بیا واکمنېدو ګڼ بریدونه کړي او سلګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus