د الیکشن کمېشن مرکزي ویاند هارون شینواري د دسمبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې په دې لړ کې درې بېلا بېلې کمېټۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د برقي مشینونو د استعمال هر اړخیز جاج اخلي.
ډاکټران وايي چې ترڅو یې حکومت ګرفتار ۱۵ ډاکتران او څلور روغتیايي کارکنان له زندانه ورخوشې نه کړي ترهغو به پراحتجاج وي. ډاکټران د نومبر پر ۲۸مه نېټه نیول شوي ول.
د فرانس په ساحل کې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو سلګونه کډوال تر شنه اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې په دې انتظار شپې سبا کوي چې د (انګلش چېنل) له لارې برېتانیا ته ورسېږي. دوی وايي، انساني قاچاقبرانو ترې برېتاینا ته د رسولو لپاره څه باندې درې لکه افغانۍ اخیستي خو دوی یې په لاره کې پرېښودل. فرانسوي چارواکي وايي چې له دې لارې سږ کال تر اوسه شاوخوا ۳۱ زره او۵۰۰ کډوالو برېتانیا ته د تللو هڅه کړې چې پکې ځینې بریالي شوي، ځینې یې په سمندر کې ډوب شوي او ۷۸۰۰ کډوال له سمندره ژغورل شوي دي. نور حال په دې ویډیو کې. Читать дальше...
دې ادارې د نومبر پر ۳۰ خپاره کړي راپور کې ويلي چې د مستندو او معتبرو معلوماتو ترمخه دغه کار په هلمند، غزني، کندهار او کندوز کې په داسې حال کې شوی چې طالبانو بيا بيا ويلي چې عمومي بخښنه یې اعلان کړې ده.
د جنسيت پر اساس له ښځو سره د تاو تريخوالي د له مینځه وړلو نړيوال کمپاين د نومبر پر ۲۵مه پیل شوی چې لاهم دوام لري. په دې تړاو په پاکستان کې هم د ښځو حقونو لپاره فعالو سازمانونو غونډې او پروګرامونه جوړ کړي دي.د مشال تر رڼا لاندې بحث د ښځو دې شپاړس ورځني کمپاين ته ځانګړی شوی دی.
په دې بيان کې ويل شوي چې پر دې وعده د طالبانو له عمل کولو هرکلی کوي خو زیاتوي چې پر طالبانو ټينګار وشو چې د ښځو او اقلیتونو په شمول د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.
د نومبر پر ۲۷مه د پاکستان وفاقي کابينې د دې مالي راکړې ورکړې (پېر پلور) منظوري ورکړه. د خزانې وزارت دا اقتصادي مرستې د سعودي لخوا د اسلامي ورورولۍ ژوندۍ بېلګه بللې خو اقتصادي پوهان وايي چې دا پیسې تر سختو شرطونو لاندې د زیات سود پور دی.
د نومبر پر ۳۰مه نېټه پاکستان پيپلز پارټۍ په لومړی ځل د خپل ګوند د بنسټ ۵۴مه کلیزه په پېښور کې ولمانځله. دې غونډې ته د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو په خپله وینا کې وویل چې د خیبر پښتونخوا او پېښور ولس تل له پیپلز پارټۍ سره درېدلي دي. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيو رپورټ کې.
علي وزیر د پاکستان پر امنيتي ادارو نيوکې کوي چې په ترهګرو کې ښه او بد پالي او پرضد یې يو شان عمليات نه کوي خو پوځ دا تور ردوي او وايي د ټولو وسله والو پر ضد یې بې توپيره کارروايي کړې ده.
لکه څنګه چې د پښتنو په بېلا بېلو سیمو کې د باران غوښتو لپاره بېلا بېل دودونه شته، هم دغسې د شام په کرد میشته قامیشلي ښار کې هم ماشومان د باران خواست لپاره د باران ناوې کور پر کور ګرځوي او خلک ورباندې اوبه پاشي. د دې هېواد په شمالي برخه کې د باران ناوې په نوم په کورونو د ګوډۍ ګرځولو دا دود ډېر زوړ دی چې په ختمېدو وو خو روانې وچکلۍ بیا ژوند ورکړ.