د پوهنتون په وینا، کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وبا له پیل راهیسې تر اوسه په نړۍ کې څه د پاسه پینځه مېلیونه کسان وژلي او لسګونه مېلیونه کسان په وایرس اخته شوي دي.
د اګست پر ۱۵مه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو امریکا د هغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه اربه ډالره دولتي شتمني کنګل کړه او ویې ویل چې د دې کار موخه یې د طالبانو لاسونو ته د شتمنیو د لوېدو مخه نیول دي.
په غزني کې د طالبانو د والي ویاند حافظ عمر په دې اړه مشال راډيو ته وويل، تر دې وروسته به هم هغو کارمندانو ته خپل معاشونه پر وخت وکول کېږي.
مرکز د ډېسېمبر پر ۲۸مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) له سپارښتنو سره سم، د صحت ټولې ادارې باید د اومېکرون بڼې پېښې وڅاري.
د مشال مرکې د دې اوونۍ مېلمه مو فایق یوسفزی دی. نوموړی د تعلیمي چارو پوه او سیاسي او مدني فعال دی. یوسفزی په لندن کې ښوونکی دی او په تعلیمي چارو یعنې پېډاګوژۍ کې یې په پاکستان او له هېواده بهر لوړې زده کړې کړې دي. یوسفزی وايي، پر خپلو ماشومانو باور کول په کار وي. دی ښوونه او روزنه دنده یا نوکري نه بلکې خدمت بولي. له نوموړي سره بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.
د افغانستان په خوست کې د ترکیې هېواد د یو خیریه بنسټ لخوا د تېر نظام او د طالبانو په لیکو کې د وژل شویو کسانو یتیمانو ته نقدي او د ژمنیو توکو مرستې ورکړل شوې. یادې مرستې د صبریو او یعقوبیو په ولسوالۍ کې د څلورو نېږدې ولسوالیو(صبريو، باک، ځاځي میدان، تریزيو او علي شیرو) اړوند ۵۷۵ یتیمانو باندې وویشل شوې. نور حال په دې ویډیو کې.