اېسل د شپږم جماعت زده کونکې ده او د لیکنې په بېلا بېلو سیالیو کې یې هم انعامونه اخېستي دي.
لاریون کوونکي د ښار د بېلابېلو څنډو نه په راتېرېدو د ګوادر مرکزي څلور لارې ته ورسېدل او بیا لاریون پر مظاهرې بدل شو. هلته د مظاهرې ځینو مشرانو ویناوې وکړې. هغوی وویل، ترڅو چې یې حقونه منل شوي نه وي، تر هغې به دوی خپلې هلې ځلې روانې ساتي.
د پاکستان يوشمېر سياسي مشرانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو د موندلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د غونډې ګډونوالو وويل چې حکومت د بشري حقونو د سرغړونې مسله له پامه غورځولې ده، خو د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ويلي چې حکومت بشري حقونو ته ځانګړې پاملرنه کوي او په دې لړ کې يې ګامونه پورته کړي دي. نور حال له اسلام اباده د مشال راډيو خبريال ګوهر مسيد په ويډيويي راپور کې راکوي.
دوی وايي، کله چې یو ناروغ په دې لاره د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي، نو په بندر کې په اونیو، اونیو منتظر پاتې کېږي او هغه لوري ته په ډېر مشکله اوړي.
دغه بانک ویلي چې دا پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي چې له بشري ناورین سره مبارزه وشي.
د هند لسګونه زره بزګرانو په نوي دلي کې خپله یو کلنه احتجاجي ناسته پر داسې مهال ځنډولې چې حکومت ورته د مالي مرستو د دوام او نورو غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړ. دا مظاهره کوونکي د هند له بېلا بېلو برخو پلازمېنې ته ورغلي ول او د هغو درې قوانینو ضد یې پرلت وهلی وو چې حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د زراعت د عصري کولو او د بزګرانو د ګټو پراخوالي په موخه جوړ کړي ول خو بزګرانو ویل چې د قوانینو موخه د کرنې څانګې واک شخصي شرکتونو ته سپارل او له کروندګرو سره حکومتي مرسته ختمول دي. د بزګرانو مشران وايي، د ډېسېمبر پر ۱۱مه... Читать дальше...
د جنوبي وزیرستان نعمان مسید د جمناسټيک په لوبو کې په ګېنیز کتاب کې دوه ريکارډونه په خپل نوم کړل. نوموړی په لومړي ځل په پېښور کې د قبایلي ځوانانو لپاره تابيه شوي په جمناسټېک لوبو کې برخه اخلي. نور د عظمت علي شاه په دې ويډيويي راپور کې.