اسد عمر وايي، په اسلام اباد کې ۷۷ فیصده، پنجاب کې ۵۱ فیصده، ګلګت بلتستان کې ۴۶ فیصده، پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۴۵ فیصده، بلوچستان کې ۴۲ فیصده، خېبر پښتونخوا کې ۴۱ فیصده او سند کې ۳۷ فیصده ابادي واکسین شوی ده.
چارواکي وايي، دا چاودنه د ډېسېمبر د ۳۰مې نېټې په ماخوستن، د کوټې په جناح سړک کې شوې ده. د بلوچستان د وزیر اعلا سلاکار ضیا الله لانګو رسنیو ته ویلي چې دا د ریموټ بم چاودنه وه. د برید پر مهال، د جمیعت علمای اسلام نظریاتي ډلې لسګونه غړي، د پېښې له ځای سره نږدې له یوې غونډې د راستنېدو په حال کې وو. د بلوچستان وزیر اعلی ویلي چې دا یو ترهګر برید و. تر دې دمه د برید ذمه واري چا قبوله کړې نه ده.
امریکايي ولسمشر جو بایډن په داسې حال کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتینه د زیاتې شوې ترینګلتیا د کمولو غوښتنه کړې چې روسیې له اوکراین سره پولې ته نېږدې خپل سرتېري ځای پر ځای کړي او کرېملېن له ناټو څخه پراخ امنیتي ضمانتونه غواړي. بایډن د ډېسېمبر پر ۳۰مه، د ډېپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا په موخه له پوتین سره ۵۰ منټه ټېلېفوني خبرې وکړې. د امریکايي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي چې د حساسو ډېپلوماټیکو موضوعاتو په اړه یې د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولې، خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو راتلونکې میاشت درو غونډو... Читать дальше...
د پاکستان حکومت د خپلې هغې اضافي بودیجې د قانوني مسودې دفاع کړې چې پکې یې د نویو مالیو لګولو وړاندیز کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۳۰مه، په قامي اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونو پر مسودې زښت زیات انتقاد وکړ او ویې ویل چې نوي ټیکسونه به پر ولس د بار زیاتېدو لامل شي. خو د مالیې وزیر شوکت ترین تېر ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په اضافي بجټ کې یې پر هغو شیانو د ټیکسونو وړاندیز کړی دی چې مخکې له مالیو مستثنا ول. ده وویل، په دې توګه به حکومت وکولای شي چې ۳۴۳ اربه روپۍ وګټي. ترین وویل، ولس به یوازې دوه اربه روپۍ اضافي ټیکس ورکوي... Читать дальше...
طالبانو د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي وروسته په دولتي تعلیمي ادارو کې د نجونو زده کړې ودرولې. په یوشمېر ولایتونو کې نجونه اوسمهال په دولتي تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي، خو په ګڼو نورو کې ورباندې بندیز لا هم پر ځای دی. د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو د حکومت د یو ویاند محمد نعیم او د تعلیمي چارو د فعالې پښتنې درانۍ ویډیويي بحث وګورئ. د خپرونې کوربنه ملالۍ بشیر ده.