د مردان په یونس خان سټیډیم کې د ډېسېمبر پر ۱۷مه د فټبال سیالۍ پای ته ورسېدې. په دغه پریمیر لیګ کې اتو لوبډلو برخه اخېستې وه. په دغو لوبډلو کې د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د نورو صوبو او د قامي ټیم ځینو لوبغاړو هم برخه واخېسته. د مردان پریمیر لیګ اتلولي طورو معیار یونایټډ لوبډلې وګټله. نور حال په دې ویډیو کې.
د خوست روغتیايي چارواکو یادې څرګندونې د نوامبر پر۱۸مه په ښار کې د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو پر مهال مشال راډیو ته وکړې.
د امیرخان متقي او شاه محمود قریشي ترمنځ دا لیدنه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په ودانۍ کې ترسره شوه. دواړو مشرانو د اسلامي هیوادونو د تنظیم (او ايي سي) له غونډې وړاندې دا ملاقات کړی او د افغانستان په حالاتو سره غږېدلي.
پښتو اکېډمۍ خپله ۵۰مه کلیزه د یو علمي سېمینار په جوړولو سره ولمانځله. یادې اکېډمۍ په ۱۹۷۱ کال کې خپل مزل پیل کړی و. د ۵۰مې کلیزې په ویاړ په جوړ شوي سېمینار کې د کوټې ترڅنګ د پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او افغانستان نه ورغلو مېلمنو ګډون وکړ. په کابل او پېښور کې د پښتو اکېډمیو ترڅنګ په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ هم په خپل ۵۰ کلن مزل کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي دي. د مشال راډیو خبریال صمد شبنم چې سېمینار ته ورغلی و، دا عکسونه یې اخېستي چې د ګالرۍ په بڼه یې تاسو ته وړاندې کوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان په بشري ناورین بحثونه او پرېکړې کېږي.
ارسلان مسید د روان کال د ډېسېمبر پر شپږمه د اورنګي ټاون په اتحاد ټاون سیمه کې هغه مهال پولیسو پر ډزو ووژلو چې له ټیوشن سنټر نه کور ته په لاره و. د هغه بل ملګری یاسر اپریدی په هغه پېښه کې ژوبل شوی و.
د پاکستان په لاهور ښار کې د فېشن اوونيز نندارتون تر سره شو چې د بېلا بېلو ډيزاينرانو لخوا د ناويانو لپاره جوړې شوې جامې نندارچيانو ته وړاندې شوې. احمد شاه اعظمي د اسوشيېټېډ پرېس ويډيو پښتو کړې ده.