په جلال اباد کې خطاطان او انځورګران وايي چې له تېرو څو میاشتو راهيسې يې د خطاطۍ او انځورګرۍ د تابلوګانو مشتریان کم شوي چې ورسره د دوی روزګار خراب شوی دی.
په بلوچستان کې د رامنځ ته شویو پېښو زیاتره هغه داسې وې چې امنیتي اړخونه یې هم درلودل. د دې پېښو په ترڅ کې داسې احتجاجونه او ولسي غبرګونونه رامنځ ته شو چې لږ تر لږه د صوبې په تاریخ کې یې ساری کم لیدل شوی وو.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه په یو ورځنۍ غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په شمول، په اسلام اباد کې د امریکا، چین او اروپايي ټولنې ډېپلوماټان حاضر ول چې پکې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د یوه صندوق (فنډ) پر جوړولو