که څه هم د پښتونخوا په سوات، مردان او بنو کې هم د پښتو کتابونه چاپېږي خو په دغه حواله پېښور او کوټه مهم مرکزونه ګڼل کېږي.
په اسلام اباد کې د سرکاري سکولونو استادان د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې راهیسې پر احتجاج دي او سرکاري سکولونه یې هم تړلې دي. دوی د حکومت د هغه نوي قانون پرضد احتجاج کوي چې ترمخه به یې د فيډرل اېجوکېشن ډايرېکټرېټ د سرښار د مېر (ناظم) په اختيار کې راشي. نور حال د ځلاند يوسفزي په دې ویډیو کې. ویډیو: عمران يونس
د افغانستان په کندهار ولایت کې د دغه مرکز د چارواکو په خبره، تر دې مخکې له دغه مرکز څخه په لسګونو ښځینه او نارینه زده کوونکي د خطاطي، رسامي، میناتورۍ او نقاشي د زده کړې لپاره ورتلل. خو له سره دوه هغه خویندې چې د یاد مرکز زده کوونکې دي په کور کې په تمرین کولو خپل کار ته یې دوام ورکړی دی. نور حال د ازادي راډیو په دې ویډیو کې.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې راپارېدلي کسان پر سړک د پراته یوه وژل شوي تن مړی په ډنډو او چوکو وهي، اور ورکوي او ګېرچاپېره راټول کسان د "لبیک یا رسول الله" نعرې وهي.
د ډيسېمبر پر درېیمه په خپور شوي فرمان کې د ځینو لانجمنو موضوګانو لکه د نجونو او ښځو د تعلیم او په کم عمرۍ کې یې د ودولو په باب هېڅ نه دي ویل شوي.
د کوز دیر ثنا الله په ۲۰۱۳ز کال په سعودي عرب کې په يوه ټرافيکي پېښه کې په دواړو پښو معذوره شوی وو. نوموړی اوس د معذوره خلکو لپاره په موبایل او کمپيوټر (اکسسېبل پاکستان) په نوم يو ايپ جوړ کړی دی چې پکې د معذورو خلکو لپاره ټولې اسانتياوې شته. نور حال د عظمت علي شاه په دې ويډيو رپورټ کې.
د مسلم لیګ ن مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خافان عباسي ویلي د تحریک انصاف حکومت کې ګراني ورځ تر بله سېوا کېږي او پاکستان د هغه ملکونو په فهرست کې پر درېیم نمبر راغلی چې ګراني پکې سېوا شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په تاریخ کې په لومړي وار د امریکایي ډالر نرخ تر ۱۷۶ روپیو بره ختلی دی او د اقتصادي چارو څېړونکي وايي د ډالر نرخ به راتلونکیو ورځو کې نور هم په بره خېژي او ورسره به ګراني هم سېوا کېږي. د پاکستان مخکیني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې یوې... Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ حکومتونه د دې باوجود بیا محدودیتونه لګوي چې شاوخوا دوه کلنې جهاني وبا خلک ستومانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې ۲۴ میلیونه کسان په افغانستان کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د کورونا وایرس اومېکرون (یعنې B.1.1.529) بڼه څه شی دی؟ ساینسپوهان ولې په کورونا وایرس کې تازه لوی شمېر بدلونونو اندېښمن کړي دي؟ ایا موږ تر اوسه پوهېدلي یو چې اومېکرون تر کومه بریده خطرناک دی یا ایا دا بڼه د اوسنیو واکسینونو پر وړاندې مقاومت ښيي او که نه؟ د دې پوښتنو ځواب د بېلا بېلو اژانسونو له ویډیوګانو څخه په جوړ رپورټ کې.