د غزني ولایت ځیني اوسېدونکي وايي، په اوسني وخت کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو یې ویره او اندېښنه زیاته کړې ده. دغه الوتکې پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت څخه وروسته هم د غزني ولایت ترڅنګ د پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو په هوا کې ګرځي. خو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ضبطو خان وايي، شپه ورځ ویني چې دغه الوتکې ګرځې، نه پوهیږي چې د چا دي، له کوم لوري راځي او ولي ګرځي، خو سخت ورڅخه ویریږی. "دغه ډرون الوتکې زموږ په ولسوالۍ کې بېخي ډیرې ګرځي، نه پوهیږم چې دا اوس په څه حساب ګرځي، موږ سخت ورڅخه... Читать дальше...
د پنجاب وزیراعلا ویلي دي چې په سيالکوټ کې د يو سري لنکايي وګړي مړی یې خپل هېواد ته لېږدولی دی. اخوا پولیس وايي، د ډېسېمبر پر درېیمه یې د پېښې په تړاو لسګونه کسان نیولي دي. د سري لنکايي وګړي تر وژل کېدو وروسته د سیالکوټ ښار تجاران وايي حکومت دې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره د سختدريځو په وړاندې سخت ګامونه واخلي. د دوی په وینا، د داسې وژنو له وجې به څوک په پاکستان کې کاروبار کولو ته زړه ښه نه کړي. د ډېسېمبر پر درېيمه، په سیالکوټ کې د یوې کارخانې سري لنکايي مینېجر د کارخانې د کارکوونکو له خوا د مذهب د سپکاوي په تور وسوځول شو. Читать дальше...
مسکو او نوي ډیلي په هند کې د کلاشنکوف تیارولو تړون لاسلیک کړ. د دوشنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس راپور له مخې د روسیې وسله جوړولو کلاشنکوف ویلي چې دوی به په هند کې تر شپږ سوه زره زیات اې کې-۲۰۳ جنګي توپک تیارېږي. تر دې وړاندې نن د ډېسېمبر پر شپږمه د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په نوي ډیلي کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د سوداګرۍ او دفاعي موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان پر روانو کړکېچنو حالاتو غږېدلی دی. د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو نه پس، هغه هېواد له بشري کړکېچ سره... Читать дальше...
لاریونوالو غوښتنه کوله چې د نجونو تعلیمي ادارې دې ژر تر ژره پرانیستل شي. د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې یوشمېر تعلیمي ادارې، په ځانګړي ډول دولتي پوهنتونونه لاهم تړلي دي.
په خوست کې یو ښوونیزه غونډه جوړه شوې چې موخه يې د زوکړې پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټول دي. په غونډه کې ښځینه ډاکټرانو ته د درملنې نوي مهارتونه وروښودل شول. نور په دې ويډيو کې.
پريانتکا کمار د پاکستان سيالکوټ ښار په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو چې د ډېسېمبر پر درېمه نېټه پارېدلو کسانو په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته د هغه مړی وسوځاوه.
پاکستان وار له مخه د علامه اقبال سکالر شپ له مخې هرکال ۳،۰۰۰ افغان زده کوونکيو ته سکالر شپونه ورکوي او دوه نور هم شته چې اوس يې موده ختمه شوې ده.
بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له تاوتریخوالي د اغېزمنو ښځو لپاره د ضروري خدماتو سیسټم له منځه تللی. دغو ښځو د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل ته ویلي چې طالبانو د امن خونې بندې کړي او هغه بندیان یې له زندانونو ازاد کړي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن ول. ایمنسټي انټرنېشنل له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسوولان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب... Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د سیالکوټ پېښې په تړاو به نیولي کسان هرومرو مقدمه کېږي. بلخوا د پنجاب پولیسو د ډېسېمبر په پنځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې تر اوسه یې د سیالکوټ د پېښې په تړاو ټول ۱۲۴ مشکوک کسان نیولي
د هند په بورانپور ښار کې يو ځايي تجار له خپلې مېرمنې سره د مينې په خاطر "تاج محل" جوړ کړی دی. انند پرکاش د تجربه لرونکو معمارانو په لاس په دريو کلونو کې د مرمرو له سپينو ډبرو څخه جوړ دغه محل خپلې مېرمنې ته د استوګنې لپاره سوغات کړی، خو په اګره کې جوړ تاج محل په ۱۷مه ميلادي پېړۍ کې د وخت پاچا شاهجهان د خپلې مېرمنې نورجهان له مړينې وروسته د هغې په ياد کې د مقبرې لپاره جوړ کړی و. احمد شاه اعظمي د فرانس پرېس اژانس له ويډيو څخه راپور جوړ کړی.