د بلوچستان حکومت او د مولانا هدايت الرحمن په مشرۍ د هغو مظاهره چیانو ترمنځ مذاکرات روان دي چې ګوادر کو حق دو "ګوادر ته حق ورکړئ" په نوم یې له يوې مياشتې راهیسې تحريک پيل کړی دی. مولانا هدايت الرحمن بلوچ د جماعت اسلامي ځايي مشر دی. مظاهره چيان له حکومته ۱۹ غوښتنې لري خو تر ټولو مهمې پکې له ګوادر سره څېرمه په عرب سمندرګي کې په لويو لويو ټرالرانو کې د کبانو د نيولو مخنیوی، په ښار کې امنيتي پوستې ختمول او پر ايراني سرحد ځايي خلکو ته د تجارت اجازه ورکول شامل دي. په ګوادر کې د پاکستان مهم بندر دی چې... Читать дальше...
د پاکستان چارواکو له امريکايي سينيټرانو سره پر سيمه ييز امنيت، اقتصادي او سیاسي اړيکو خبرې کړې دي. د پاکستان وزيراعظم عمران خان دفتر ويلي چې اسلام اباد ته ورغلي امريکايي سنيټرانو سره يې په ليدنه کې هيله وښوده چې د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې به لا پخې شي. عمران خان پر ټويټر ليکلي چې دیسمبر په يوولسمه شوې دې ملاقات کې د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وشوې او د اوږدمهاله سولې په موجوديت ټنيګار وشو. د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د دیسمبر په يوولسمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې پينډۍ... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د مېنګورې يو ځوان رباب غږوونکی سنان محبوب دی. نوموړي د پوهنتون له خپلو درسونو سره سره د رباب زده کړې ته هم وخت ورکړی دی. محبوب له رباب سره د پام وړ شمېر تعليم يافته ځوانانو شوق ته په کتو په راولپنډۍ کې د دې ساز د زده کړو يو مرکز جوړ کړی دی. د محبوب د دې هنري هلو ځلو په اړه د ده خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفيرې شکريه بارکزۍ پر طالبانو تور پورې کړ چې اسلام د سیاسي موخو او افغان ميرمنو د پرمختګ مخنيوي لپاره کاوري. خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې ټول کارونه د شريعت په چوکاټ کې پر مخ وړي. د ملالۍ بشير په کوربه توب دا بحث دلته کتلی شئ.
د سېند صوبې د ځنګلي ژویو څانګې چارواکي وايي چې د پخوا په نسبت اوس د کراچۍ پر ساحلو په زیات شمېر کې شنې شمشتۍ (سکو) لیدل کېږي. دوی وايي چې د کوويډ-۱۹ له کبله لګېدلي بندیزونه د دې لامل شو چې زیات شمېر شمشتیو د اوبو غاړو ته مخه کړې ده. د محکمې چارواکي وايي، دوی د دغو شمشتو د زیات شمېر هګیو افزایش کړی او هیله لري چې په راتلونکي کې دغه شمېر زیات شي. نور حال په دې ویډیو کې. ویډیو: رویټرز ایډیټ او راپور: ملیحه امیرزاده