پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له حکومته غوښتي دي چې د تحریک د یوه مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر دې خوشې کړي. وزیر له شاوخوا یو کال راهیسې په کراچۍ کې بندي دی او ورباندې د ریاست پروړاندې د ویناګانو تور دی چې دی یې ردوي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا په ټانک کې جلسې ته په وینا کې وویل، د علي وزیر او د غورځنګ د نورو غړو تر خوشې کېدو پورې احتجاجونو ته دوام ورکوي. د حنیف پښتین، اوېس ابدال او محب وزیر په ګډون د غورځنګ یوشمېر نور غړي هم د پاکستان... Читать дальше...
د ډېسېمبر پر ۱۲مه د کراچۍ په آرټس کونسل کې د نړيوال اردو کنفرانس پر مهال د پښتو ژبې او ادب په اړه يوه غونډه وشوه چې پکې د پښتو ژبې، تاریخ او ادب پر ارزښت ویناګانې وشوې. پر دی مهال د پروګرام سمبالوونکي اجمل خټک کشر وویل د اردو ژبې په دې نړیوال کانفرنس کې ویناوالو وویل په پاکستان کې د صوبايي او علاقايي ژبو خبره کيږي، دا علاقايي او صوبايي نه بلکې قومي ژبې دي او رياست دې ته د قومي ژبو حيثيت ورکړي. د نوموړي په وینا چې په لومړي ځل په دې نړیوال کنفرانس کې یو قرارداد وړاندې شو او ټولو په یوه وخوله ومانه... Читать дальше...
ګوادر کې له تېرو ۲۹ ورځې راهیسې د بنيادي انساني او اقتصادي حقونو او اسانتياو لپاره د پیل شوې احتجاجي ناستې په ملاتړ په اسلام اباد کې هم احتجاج وشو. د احتجاجیانو وینا وه چې په ګوادر کې د احتجاج سمبالوونکو مشرانو پرضد د مقدمو پرځای دې حکومت د بلوچستان ولس ته بنيادي حقونه ورکړي. نور په دې ويډيويي راپور کې
جو بایډن «CBS» خبري شبکې سره په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې په دا وروستیو کې ځینو امریکایي چارواکو پر هغه له افغانستانه د ځواکونو په وتلو نیوکه کړې وه.
د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان له لوري د اوربند نه غځولو پس د خیبر پښتونخوا له جنوبي سیمو ځايي چارواکو یوځل بیا د یوشمېر بریدونو راپورونه ورکړي دي.
د خپلواکو خبریالانو د دفاعه کمېټه وايي چې په افغانستان کې شااوخوا دوه زره ښځینه خبریالانو په تېرو څلورو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي. له ازادۍ رېډيو سره په خبرو کې دیادې کمېټې معلومات ښیي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې په دومره شمېر کې د ښځینه خبریالانو بې روزګاري په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ ساری نه لري. د خپلواکو خبریالانو د حقونو دفاع کمېټې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي، امنیتي ستونزې او په رسنیزو فعالیتونو محدودیتونه هغه لاملونه بولي چې په رسنیو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده. Читать дальше...
د خوست اوسېدونکي وايي، د غلام خان پر لاره د مساپرو او په ځانګړي ډول د ناروغانو تګ راتګ خورا مشکل دی. دوی پر پوله له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې طالب چارواکي دې دا موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي او تګ راتګ دې اسانه کړي چې ناروغان د درملنې لپاره هغې خوا ته واوښتای شي. طالبان وايي، پر پوله تګ راتګ د پخوا پرتله اسان شوی خو هڅه کوي چې خلک بې له پاسپورټ او ویزې پر غلام خان بندر سفر وکړای شي. ویډیويي رپورټ.