د پاکستاني وزیراعظم د مالي چارو سلاکار شوکت ترين وايي د دنيا د هر هېواد مرکزي بېنک همدومره واکداره وي نو ځکه پکې ستونزه نشته. هغه د دیسمبر په ۳۰مه يوې خبري غونډه ته وويل چې اوس به سټيټ بينک د حکومت له مداخلې پرته خپله پالیسیانې جوړې کړای شي
زه منتظر وم چې د دفاع وزیر بسمالله خان راته زنګ وواهه او و یې ویل هر څه ړنګ شوي دي. دا هغه وخت وو چې غوښتل مې دفاع وزارت ته ولاړ شم. ۲۵ دقیقې منتظر وم، خو موټر رانغی.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی ګل اکبر راهي دی. نوموړی د هنري کورنۍ دی او له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې سندرې وايي. راهي له احمد ګل استاده هم زده کړې کړي او د هغه د انداز خپلولو هڅه کوي. راهي زياتوي، هنرمندان بايد د هنر ترڅنګ کوم بل کار روزګار هم ولري چې د ژوند اړتياوې په ښه توګه پوره کړای شي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په برما کې لسګونه خلکو د پوځي کودتا ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دوی د ډېسېمبر پر ۲۹مه د لاریون پرمهال د انقلاب نعرې وهلې او وروسته یې پوځي وردۍ یا یونیفورم ته اور واچاوه. په هغه هېواد کې په فبرورۍ کې تر کودتا وروسته پراخې مظاهرې شوې وې چې رژیم وځپلې او ګڼ خلک یې ګرفتار کړل. د ازادې اسیا راډیو ویډیويي رپورټ.
د واکمن تحریک انصاف ګوند یو سېنېټر د اپوزیشن د سیاستوالانو څرګندونې ردوي. فدا محمد مشال راډیو ته وویل، اوسمهال د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډې روانې دي او پکې له مخالفو ګوندونو سره سلا مشورې روانې دي.