ليکوال شاهد جاويد برکي: په افغانستان، قبايلي ضلعو، سوات او د پښتنو په نورو سیمو کې د جنګونو او تنازعو له امله په تېرو څلورو لسیزو کې له څلورو تر پینځو مليونو پورې پښتنو کراچۍ ته کډه کړې ده
دې ادارې د ډېسېمبر پر اتمه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې د هغه هېواد زیاتره خلک فکر کوي چې تر پولیسو او عدلیې وروسته تر ټولو زیاته درغلي د ټېکو او د قراردادونو د داوطلبیو پرمهال کېږي.
خیبر ولي تازه د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په هغه نوملړ کې ځای وموند چې په اسیا کپ او نړیوال جام کې به د افغانستان لپاره لوبه کوي. خیبر ولي چې لومړی د خپل یوه ملګري له خولې د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو په لوبډله کې د خپل نوم د شاملېدو خبره واورېدله، ښایي زړه ته یې نه لوېده، خو دا هغه رښتینی خبر وو چې د کرکټ بورډ پر فیسبوک پاڼه خپور شوی وو. نور حال په دې ویډیو کې.
د هند هوايي ځواک د ډېسېمبر پر اتمه په خپله ټوېټر پاڼه ویلي چې د پېښې پلټنې کوي. په دې هیلېکاپټر کې د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال بیپین راوت او ۱۴ نور کسان سپاره ول.
په سروې خپرونه کې مو له نیدرلینډز (هالینډه) حمید ساپۍ مېلمنه ده. نوموړې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هلته ژوند کوي او څه موده کېږي چې هلته د خوړو پخولو او خلکو ته یې د رسولو کار کوي. له نوموړې سره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.
پښتون ژغورنه غورځنګ په بیا بیا وايي چې په پاکستان کې له پښتنو سره د ریاستي او حکومتي ادارو لخوا توپیري چلند کېږي، د دې بیانيي لپاره دغه سازمان په کراچۍ، کوټه، قبايلي ضلعو او د خيبر پښتونخوا په نورو سیمو کې دله عدالته لیرې د پښتنو د مبینه وژنو پېښې او په زوره د لادرکه شویو کسانو قضیې د ثبوت په توګه وړاندې کوي. دا راز د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د امنيتي ادارو لخوا د پښتنو پروفايلنګ هم دوی د توپیري چلند په زمره کې بیانوي. بلخوا د پاکستان امنيتي ادارې او حکومت دا ډول تورونه ردوي او وايي چې د هېواد له ټولو وګړو سره د ايين مطابق يو شان چلند کوي. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د ډاکټرانو، ولسي وګړو، زده کوونکو او سیاسي فعالانو لخوا احتجاجي مظاهرې شوي دي، د بلوچستان ګورنر د یو فرمان له لارې د مظاهرو لپاره د سړکونو په تړلو بندیزونه عملي کړي دي. حکومت د ډاکټرانو د اتحادیې ځینې مشران نیولي او د عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ژغورنې غورځنګ د بلوچستان په مشرانو یې مقدمې درج کړي دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د بلوچستان په سیاسي او امنیتي صورتحال بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
په داسې حال کې چې د دېسېمبر پر ۱۹مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې بلدیاتي ټاکنې ترسره کېږي په خیبر کې فاټا قامي جرګې په دې انتخاباتو کې د برخې نه اخيستو اعلان کړی دی. دوی وايي، حکومت دې لومړی له قبایلو سره د پرمختیا کړی لوظونه پوره کړي نو بیا دې ټاکنې کوي. د بلدیاتي ټاکنو لپاره څه تیارۍ روانې دي او حکومت د امنیت لپاره کوم ګامونه پورته کړي دي؟ د کرښې پر غاړه کې پرې بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
دا خبره د شفافیت نړیوال سازمان یا Transparency International په یوه وروستۍ نظر پوښتنه کې مخې ته راغلې ده. دا سروې یا نظر پوښتنه چې د ډیسمبر په ۷ مه خپره شوه ښايي چې په پاکستان کې ۹۲ اعشاریه ۹ فیصده فکر کوي چې له کال ۲۰۱۸ م راهیسې تر کال ۲۰۲۱ م د تحریک انصاف په واکمنۍ کې د شیانو بیعې تر بل
د ډېسېمبر پر درېيمه نېټه د پاکستان په سيالکوټ ښار کې بلوه ګرو بې له څه ثبوته يو سريلنکايي وګړی پريانتا کمار په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته سوځولی وو. نوموړی له تېرو لسو کالونو راهيسې په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو. يو بهرنۍ وګړی په داسې حال کې وژل شوی چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او هڅه کوي چې بهرني پانګه وال په هېواد کې سرمايه کارۍ ته وهڅوي. پوښتنه دا ده چې په يوه کارخانه کې د يوه بهرني وګړي وژنه نړيوال پانګه والو ته څه پېغام ورکړي او دا به د سرمايه کارۍ له پلوه پر پاکستان کوم ممکنه... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، دوی له افغانستانه بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپلې وړتیاوې او صلاحتیونه لري چې د اړتیا پر مهال ترې د امریکا د ملي ګټو دفاع وکړل شي.
سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوټین ته ویلي چې که ماسکو په اوکرین برید کوي نو د سزا په توګه به د سختو اقتصادي او نورو اقداماتو سره مخامخ کېږي.
اکبر خان د افغانستان د سوک وهنې یا باکسېنګ ملي لوبغاړی دی. نوموړی د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پېښور ته کډه شوی او اوسمهال د سیالیو تیاری کوي. دی هیله لري چې په افغانستان کې به د لوبو لپاره چاپېریال یو ځل بیا مناسب شي چې دی هم هلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.