په کابل کې تر هغه وروسته د پاسپورټ دفتر ته ګڼ کسان ورمات شوي چې کله د طالبانو حکومت په دا وروستيو کې اعلان وکړ چې د پاسپورټونو وېش يو ځل بيا پيلوي. د پاسپورټونو تر لاسه کوونکي کسان یا خو د درملنې لپاره له هېواده بهر تلل غواړي او یا بیا د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښودل غواړي . مليحې اميرزاده د فرانس پرېس اژانس ويډيو پښتو کړې ده.
عمران خان نن (ډېسېمبر ۲۱مه) پر خپله ټويټر پاڼه زياته کړې چې د ناسمو نوماندانو انتخاب د دې بنسټيز لامل و.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو د مخنیوي ترڅنګ، د پاکستاني لوري له خوا غځول شوی اغزن تار هم ټول کړی او له ځانه سره وړی دی.
په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ د ۵۰مې کلیزې په مناسبت دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې څېړونکو او لیکوالانو د اکېډمۍ د کار او علمي کارونو مقالې وړاندې کړې. د اکېډمۍ مشر سید خیر محمد وايي، هغه اداره د څېړنو او ادبي کارونو ترڅنګ خلکو ته د پښتو لیک لوست هم ورزده کوي. د ډېسېمبر ۱۸مې او ۱۹مې غونډې په اړه ویډیويي رپورټ.