د امریکا د تجارت او خزانې وزارتونو د ډېسېمبر پر ۱۶مه د یوغوریانو پروړاندې د بیجنګ د رژیم په اقداماتو کې د رول پر سر د چینايي شرکتونو پرضد هممهالي اقدامات اعلان کړل.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې، استخباراتي سرچینو مشال راډیو ته ویلي، د ډېسېمبر په ۱۶مه، د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګان سیمه کې بې پیلوټه الوتکو په یو کور ډرون برید کړی. د سرچینو په وینا، دا کور د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم مشر استوګن ځای و.
د پاکستان د کرکټ بورډ یو مشر سلمان نصیر د ډېسېمبر پر ۱۹مه، د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې خبریالانو ته وویل، دواړو هېوادونو سیالۍ ځکه وځنډولې چې یوشمېر وېسټ انډیزي لوبغاړي په کورونا وایرس اخته شول.
اوکراین، کاناډا، سویډن او برتانیې ایران ته د درې اوونیو وخت ورکړی دی چې تېر کال د اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې د غورځولو په پېښه کې د وژل شویو کورنیو ته د تاوان له ورکولو څخه له انکاره لاس واخلي. هغو څلورو هېوادونو د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په ګډ بیان کې وویل چې د همغږۍ ډلې صبر په ختمېدو دی او زیاته یې کړه، تهران ته یې ویلي چې که د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ تر پینځمې پورې یې ځواب ورنکړ نو هغوی به د دې مسلې د هواري لپاره د نړیوال قانون په چوکاټ کې پر اقداماتو جدي غور وکړي. یادو هېوادونو په دې اړه نور معلومات ور نه کړل. Читать дальше...
د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ یو پلاوي د ډېسېمبر پر ۱۶مه، په ګوادر کې د حق غوښتونکي تحریک له مشر مولانا هدایت الرحمان سره ولیدل.
په پاکستان کې له تېر کال راهیسې پیل شوې ګراني په ۲۰۲۱ز کال کې دومره زیاته شوه چې خلکو د حکومت ضد مظاهرې پیل کړې. له حکومته خپه یوه کس خو ان دا وویل چې وزیراعظم عمران خان بېوزلي نه بلکې غریبان ختموي. خو اسلام اباد وايي، اقتصادي ناورین ورته له تېرو حکومتونو ورپاتې دی چې د هواري هڅې یې کوي. په دې کوښښ کې د پاکستان حکومت د ۵۵.۵ ټرېلیینه روپیو پوروړی شوی دی. اپوزیشن وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت دې د اقتصادي تګلارې د ناکامۍ له وجې استعفا ورکړي. خو د هغه هېواد چارواکي وايي، منتخب حکومت به خپله قانوني موده پوره کوي. Читать дальше...
د ۲۰۲۱ز کال په نومبر مياشت کې د پاکستان له قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه تر منظورۍ وروسته د پاکستان ولسمشر د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خبريالانو د ساتنې او د رسنيو د کارکوونکو قانوني مسوده لاسليک کړه چې اوس يې د قانون بڼه خپله کړې ده.