د فرانس په ساحلي سیمه کې داوان انور محمود نومې د عراق دغه کردی کډوال وايي، پېسې ورسره ختمې شوي او غواړي چې د دې عارضي ریسټوران په ذریعه د لارې لګښت برابر کړي. نوموړی د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ یورو ګټي او دوه نور کډوال یې هم ځان سره په کار لګولي دي. نور حال په دې ویډیو کې. ویډیو: رویټرز. ایډېټ او راپور: منورشاه
په خیبر پښتونخوا کې، د ښځو د حقونو فعالانو د نومبر له ۲۵مې څخه پر ښځو د تشدد خلاف یو مهم پیل کړی چې په ترڅ کې یې هغوی، په پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو کې غونډې جوړوي. له دې کاره یې موخه دا ده چې پر ښځو د هر قسم تشدد خلاف په ټولنه کې پوهه زیاته کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ میاشت کې د کورني تشدد خلاف قانون منظور کړی خو د دغه قانون طریقه کار (رولز اف بزنس) لا نه دی منظور شوی. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي چې پکې ګڼې ښځې هم برخه لري. موږ په دې پروګرام کې له یو څو ښځو سره د هغوی پر انتخاباتي مهم، د هغوی په حلقو کې د ښځو د ووټ، د ښځو د شناختي کارډونو جوړولو پر مسلو او هلته د نجونو پر تعلیم او د ښځو د ووټ پر اهمیت خبرې کړې دي. دا به هم واورئ چې ښځې ولې په خپلو انتخاباتي پوسټرو او بېنرونو خپل نوم یا عکس نه شي ورکولای. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده
د ادریس خټک لور تالیه خټک د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې له دې پرېکړې چا خبر کړې نه وه خو له رسنیو خبر شوه.
دا د هېواد د ټولواکه مشر الېکساندر لوکاشینکا د هغه دعوې خلاف چې وايي، د تېر کال انتخابات یې ګټلی، د پاسېدلې خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې ضد دوامداره کارروايي ده.
عمران خان د ډېسېمبر پر درېیمه پر ټويټر پانه ليکلي چې د پېښې د پلټنو پخپله څارنه کوي او ذمه وارو کسانو ته به له قانون سره سم سخته سزا ورکول کېږي.
د چین جیانګ شي سیمه د شنې چایو یو زوړ تاریخ لري. په هغه سیمه کې خلک وایي، د شنو چایو کر او د دې د تیارولو روزګار له پېړیو راهیسې کوي. د دوی په خبره د جیانګ شي دا شنې چای په ټوله نړۍ کې د خپل خوشبو، خوند او رنګ له وجې ډېره مشهورتیا لري. دغلته خلک اوس هم شنې چای په زړو او پخوانیو طریقو ټولوي، بیا یې وچوي او په ډبیو کې یې بندوي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.