اسلام اباد های کورټ د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه هم د مدثر نارو د لادرکۍ مقدمې په اورېدنه کې حکومت ته امر کړی وو چې د هغه له مور او پلار سره وګوري او مالي مرسته ورسره وکړي.
د خوست اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له سوداګرو، پانګوالو او له صرافانو سره په ګډه د افغانیو د نرخ د ټیکاو لپاره په یو اساسي میکانیزم کار وکړي.
عمران خان پر امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې له پاکستان یې تمه درلوده چې جنګ ورته وګټي، خو د ده په خبره پاکستان خپله د جنګ قرباني او د ځان د ژغورلو هڅې یې کولې
د دېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د خیبر، مومند او باجوړ په ګډون په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي. دا به لومړی ځل وي چې په یادو ضلعو کې به ولس د خپلو رایو په وسیله په بلدیاتي ادارو کې خپل استازي ټاکي. په دغه اړه څه تیارۍ روانې دي؟ پرې د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد سره جوخت راولپينډۍ ښار کې په يوه وسله وال برید کې يو پوليس وال وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي چې زمه واري یې ناقانونه تحریک طالبان پاکستان منلې ده. د راولپنډۍ د پولیسو يوه چارواکي اشفاق احمد رسنیو ته ويلي چې بېګا ناوخته د پوليسو یوه ډله د پير ودايي په سیمه کې پر ګزمه وه چې پر يوه موټر سايکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړې. ناقانونه ډلې ټي ټي پي د ډېسېمبر له ۱۱مې راهیسې د خیبرپښتونخوا په ټانک، شمالي وزيرستان، بنو او باجوړ کې هم د بريدونو زمه وارۍ منلي دي. یادې ډلې... Читать дальше...
په فراه کې یوشمېر ښځې او نجونه چې مخکې یې په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې ښوونکې، زده کوونکې وې د طالبانو له واکمنېدو وروسته مجبورې شوي چې د خیاطۍ او ارایشګرۍ په څېر دندو ته مخه کړي.
دا لوبه د دېسېمبر پر ۱۳مه د کراچۍ په نیشنل سټیډیم کې وشوه. ویسټ انډیز د ټاس په ګټلو لومړی د بالینګ کولو پرېکړه وکړه.
دا مهال د پاکستان نيږدې ۱۶ سیاسي ګوندونه په پارلیمان کې غړي لري او په تېرو څو لسیزو کې تر ۲۴ پورې سیاسي ګوندونو په انتخابي سیاست کې برخه اخيستې ده.
د هند پېغلې هرناز سندو د ۲۰۲۱ز کال ښکلا نړیواله سیالي ګټلې ده. د دې سیالیو پایلې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د اسراییلو په ایلات ښار کې اعلان شوې. د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور