د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د بشري ناورین د هواري لپاره په بین المللي کچه همکارۍ ته اړتیا ده.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور د ارکایېوز کتابتون تالار ته د هغو زده کوونکي میندې او پلرونه ورغلي ول چې پر ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ز کال په وسله وال برید کې وژل شوي ول. غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون نور فعالان هم ورغلي ول. پښتین مشال راډیو ته وویل، د وژلیو زده کوونکو کورنۍ لا هم له انصافه بې برخې دي. د پاکستان حکومت وايي، په برید کې یې ککړ کسان د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي. د هغې پېښې قضیه په سپریم کورټ کې هم روانه ده. ویډیويي رپورټ.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د رسنیو د ازادۍ په اړه د سازمان په نوي کلني راپور کې ویل شوي دي چې له رسنیو سره د تړلو مسلکي کسانو په نیول کېدلو کې د ۲۰۲۰ز کال پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو حکومت وایي، هڅه یې کړې چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو مخه ونیسي او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
پر ارمي پبلک سکول په حمله کې د دوو وژل شویو ماشومانو مور وايي، د یو زوی په "سینه کې یې هېڅ ځای سلامت نه وو." فلک ناز په حمله کې د وژل شویو د اووم تلین په مناسبت مشال راډیو ته وویل، تر اوسه د هغې پېښې په اړه سمې پلټنې و نه شوې. خو د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په حمله کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي او د ښوونځي کارکوونکي ول. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه. په برید... Читать дальше...
د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي او په عین حال کې په سپریم کورټ کې د حملې په اړه قضیه هم روانه ده.
د مشال مرکه خپرونه کې مو ډاکټر ظهور عالم ميلمه دی. د ډاکټر ظهور زوی شهود عالم د پېښور ارمي پبلک سکول بريد کې وژل شوی وو. وسله والو په ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پر ارمي پبلک سکول په بريد کې ۱۴۷ کسان وژلي ول. ډاکتر عالم وايي، د هغه برید په اړه یو کتاب لیکي. نوموړی وايي، له تېرو اووه کلونو راهیسې د انصاف په لټه دی. د ډاکتر عالم نورې خبرې د غږ په ځای کې واورئ.
څه موده وړاندې په سوات کې پخوانۍ ژبه توروالي د ورکېدو په حال کې وه، خو د یوې ځايي ټولنې د پام له وجې اوس دا ژبه د بحرین په څلورو سکولونو کې ښوول کېږي او په دې توګه یې د ورکېدو مخه نیول شوې. دا ژبه په بحرین او شاوخوا سیمو کې ویل کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.