دې سازمان د دېسېمبر پر اوومه په یوه اعلامیه کې د دې حالاتو کابو کولو لپاره د ۲ میلیارډ ډالرو راټولولو غږ کړی.
ملالې يوسفزۍ وویل، د تعليم په اړه د ښځو د برابرۍ خبره وشوه، دې وویل دا خبره باید یاد وساتل شي چې له افغان ښځو او نجونو د هغوی د تعليم حق تروړل شوی دی.
د جنوبي وزیرستان یو ځوان په کراچۍ ښار کې په مبینه توګه د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. د ډېسېمبر پر شپږمه پولیسو دعوه وکړه چې د ښار په اورنګي ټاون سیمه کې په مخامخ نښته کې یو وسله وال وژل شوی او بل ټپي شوی دی. وروسته د پوليسو دغه مقابله پوليسو مشرانو خپله شکمنه وبلله. د وژل شوي ځوان نوم ارسلان مسید دی او ژوبل شوی ځوان محمد ياسر نومېږي چې د دره ادم خېل سیمې دی. نور حال په دې ویډیو کې
مولانا فضل الرحمن وویل چې دې لانګ مارچ ته به د ټول هېواد له هر برخې به ولسونه اسلام اباد ته درومي او د دې د تیاریانو او حکمت عملۍ لپاره به د ټولو صوبو په کچه غونډې رابلل کېږي.
په يمن کې له تېرو اوو کلونو راهيسې روانې جګړې له کبله تر يو لاک زيات کسان وژل شوي او همداراز په هېواد کې د خوړو کمښت له وجې د څارويو ژوند هم له خطر سره مخامخ شوی دی. په پلازمېنه صنعا کې د اسونو اصطبل کې د خوړو داسي بحران رامنځ ته شوی چې مالک يې له مجبورۍ اسونه پلوري. ويډيو: رويټرز خبري اژانس