د ځوانانو غږ خپرونه مو په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي ټاکنو موضوع ته ځانګړې کړې ده. د ډېسېمبر پر ۱۹مه د صوبې په ۱۷ ضلعو کې د مقامي حکومتونو لپاره د رايو اچولو لومړی پړاو ترسره کېږي. د دې ترڅنګ نن د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. په قبايلي سيمو کې بشري حقونو په څه حال کې دي؟ د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
د بشري حقونو نړېوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د لا درکه شویو کسانو لپاره یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وشوه. د تری تمو کسانو خپلوان وايي، چې د ايين له مخې دې د دوی ورک کړل شوي کسان عدالتونه ته وړاندې کړل شي. دا مهال په پاکستان کې په تېره په خیبر پښتونخوا کې لوی شمېر کسان په زوره ورک کړل شوي دي. نور حال په دې ویډیو کې.
په خوست کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د وزیرستانیو کډوالو څه باندې اته زره کورنیو لپاره د نېږدې درې میلیونه امریکايي ډالرو د وېش بهیر پیل کړ. یاده نقدي مرسته چې وزیرستانیو کډوالو ته د ژمنیو توکیو او خوراکي موادو په خاطر وېشل کیږي، هرې کورنۍ ته ۳۴۵ امریکايي ډالر ورکول کېږي. په دې اړه نجیب الله الوخېل ویډیويي راپورچمتو کړی.
دا خبره بایډن د ډېسېمبر پر نهمه په واشنګټن کې د ولسواکۍ انلاین سرمشریزې ته په پرانیستونکې وینا کې وکړه.
د خیبر پښتونخوا د سوات اخبار پلورونکي وايي، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د ټولنیزو رسنیو له کبله مقامي، صوبايي او قامي اخبارونو پلورل ۸۰ سلنه کم شوې چې ورسره په زرګونو اخبار پلورونکي متاثره شوي دي. دوی وايي، که چېرې هم دغه شان دا سلسله روانه وه، نو زیاتره اخبارونه به چاپ کېدل بند شي. نور حال په دې ویډیو کې.
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې له حکومت سره د شوي لومړني تړون له مخې به د دوی ۱۰۲ بندیان د افغانستان د طالبانو له لارې دوی ته سپارل کېدل خو لاهم په هغوی کې ټول نه دې خوشې شوي.
د انساني حقونو فعالان وايي، په دې هېواد کې په زور د خلکو ورکول یوه لویه مسله ده چې په تیره څه باندې یوه لسیزه کې ډېره زیاته شوې ده.