په خوست کې د لوړو زده کړو له انسټېټیوټونو او ښوونځیو څخه د نجونو او هلکانو د فارغېدو لمانځغونډې روانې دي. فعالان او فرهنګپالان وايي، زده کړو ته د خلکو هڅونې لپاره دا ډول غونډې ګټورې دي. دوی ټینګار کوي چې د نجونو او هلکانو زده کړو لپاره باید مناسب شرایط برابر شي. ویډیويي رپورټ.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په خيبر پښتونخوا کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدياتي انتخاباتو لومړي پړاو غيرحتمي او غير سرکاري نتيجو موضوع څېړلې ده. له غير سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. واکمن تحريک انصاف ګوند پر دویم نمبر او پر درېیم نمبر عوامي نيشنل ګوند راغلی دی. عوامي نيشنل ګوند له تېرو څو کلونو راهيسې په اپوزېشن کې دی خو دا ځل په بلدياتي انتخاباتو کې یې زياتې څوکۍ ترلاسه نه کړای شوې. په بحث کې د عوامي نيشنل ګوند صوبايي سيکرټر سردار حسین بابک،... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، د ښځو تولید شویو توکو او د پلور لپاره یې د بازارونو د پرانیستل کېدو ملاتړ کوي.
د ورکو کسانو د مقدمو څېړنو سرکاري کمېشن روان کال وویل چې تر اوسه یې ۸،۱۲۱ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه ۳،۰۸۸ کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. کمېشن وايي، د زرګونه نورو کسانو د قضیو بشپړولو او هواري هڅې هم کوي.
د افغانستان، مرکزي اسیا، عراق او ايران ځيني خلک یلدا د کال تر ټولو اوږده شپه بولي. دوی د ډېسېمبرد ۲۱مې پر شپه سینګار کوي، خپلې کلتوري جامې اغوندې او له نڅا او موسیقي خوند اخلي. په کوردستان کې هم خلکو د یلدا شپه ولمانځله. په دې اړه نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې ودرېدې او هلته اقتصادي او مالي بحران پیدا شو.
نصرالله زېری مو دا ځل په مشال مرکه خپرونه کې مېلمه دی. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د بلوچستان اسمبلۍ غړی دی. زېری دوه ځلې د هغې صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی او وايي، هلته یې د پښتنو او بلوڅانو د حقونو لپاره غږ پورته کړی او په دې خاطر یې د پخواني اعلاوزیر جام کمال خان پروړاندې د عدم اعتماد په تحریک کې د اپوزیشن مرسته کړې وه چې په حلقو کې پرمختیايي چارې درېدلې وې. پخواني اعلاوزیر په بیا بیا ویلي ول چې حکومت یې له پلان سره سم پرمختیايي کارونه کوي. زېری وايي، د بلوچستان تر ټولو لویه مسله اوږدمهالې وچکالي ده. Читать дальше...
د افغانستان په خوست ولايت کې د خوړو د نړيوالې ادارې (ډبليو اېف پي) لخوا له ۸،۰۰۰ بېوزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو بهیر پیل شوی دی. مسوولین وايي، د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د بېوزلو او محتاجو کورنیو په انتخاب کې له پوره دقته کار اخیستل شوی او هڅه شوې ده چې د غیر مستحقو خلکو مخه ونیول شي. د مشال راډيو خبريال نجیب الله الوخېل يې په اړه ويډیويي راپور لري.