د ډېسېمبر پر دويمه نېټه د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۸م تلين په مناسبت په کوټه کې ولسي غونډه وشوه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا وربلل شوې دغې غونډې ته د ګوند مشرانو د عبدالصمد خان اڅکزي پر ژوند او ملي مبارزې سربېره پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په اړه ویناوي کړي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل چې د بلوچستان ولس ته سیاست عبدالصمد خان اڅکزي ورپېژندلی. نور حال له د مشال راډیو خبریال صمد شبنم راکوي.
دوی زیاتوي، نه دوامداره کار پیدا کېږي او نه ورسره کوم کورني او بهرني مرستندویه بنسټ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د سرو زرو د اووم توپ په ترلاسه کولو لیونیل مسي یو ځل بیا د کال غوره فوټبالر شو. په دې جایزه کې د مسي نېږدې سیال د بایرن مونیخ لوبډلې پولنډی مهاجم رابرټ لیونډفسکي و. په نجونو کې بیا د بارسلونا د نجونو د فوټبال د ټیم ستورې الیکسیا پوتیاس د سرو زرو توپ ترلاسه کړ او په ځوانانو کې د بارسلونا له لوبډلې څخه پدری د طلايي توپ ګټونکی شو. نور حال په دې ویډیو کې.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزير په لومړي ځل د دې هېواد انتخاباتي کميشن له خوا په ټاکنو کې د اليکټرانکي مشين د استعمال په اړه د درې تخنيکي کميټيانو د جوړولو ګام ستايلی دی. د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت او انتخاباتي کميشن ترمنځ له شاوخوا یو کال راهيسې په ټاکنو کې د رايې اچونې لپاره د اليکټرانکي مشينانو د استعمال پر سر اختلافات دي. حکومت د نومبر پر ۱۷مه نېټه د پارلمان په ګډه غونډه کې د ۲۰۱۷ز کال انتخابي اصلاحاتو قانون کې په ترميم کولو سره په راتلونکو ټاکنو کې د اليکټرانکي مشينانو د کارولو قانون منظور کړ. Читать дальше...
د نومبر پر ۳۰مه نېټه له نېږدې ۴۰۰ کلني نیواکه پس کېرېبیين هېواد باربډوز یوه نوې جمهوريه اعلان شوه او له دې سره هلته د برېتانیا استعماري کنټرول هم پای ته ورسېد. د رويټرز خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
نن (ډېسېمبر دويمه) د پښتنو د يو وتلي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۸م تلين دی. نوموړي د پاکستان له جوړېدو مخکې او بيا وروسته د پښتنو په ملي او سياسي مبارزه کې ځانګړې رول لوبولی و. هغه په بېلا بېلو وختونو کې د سرکار لخوا شاوخوا ۳۰ کاله په زندان کې هم تير کړي ول او خپلې زياتره زده کړې يې هم هلته کړې وې. عبدالصمد خان اڅکزي پر دې سربېره د پښتو ادب او صحافت په ډګر کې هم فعاله رول لوبولی او يوشمېر کتابونه يې ليکلي او ژباړلي دي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي کلونه مخکې د نوموړي پر ژوند او مبارزه راپور جوړ کړی چې تاسو ته يې يو ځل بيا وړاندې کوو.
د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، چا چې د خپل ۶۶ کلن عُمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي.
د مشال مرکه کې مو د قامي وطن ګوند يو مشر سياستوال هاشم بابر مېلمه دی. هاشم بابر په ۲۰۰۵ز کال کې عملي سياست له عوامي نيشنل پارټۍ سره پیل کړی وو خو وروسته قامي وطن ګوند کې شامل شو. نوموړی شاعر هم دی او د شاعري څلورې مجموعي يې چاپ شوي. نوموړی ته دا اعزاز ترلاسه دی چې د شاعري لومړي کتاب سريزه د پښتو وتلي شاعر غني خان ليکلي وه. هاشم بابر وايي، غني خان ورته د مايوسي خليفه لقب ورکړي وو. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.
په مشال مرکه کې د بلوچستان ځنګلاتو محکمې سېکرېټري دوستين خان جمالديني مېلمه دی. نوموړی د ګوادر پورټ اتارټي مشر هم پاتې شوی وو. جمالديني له بلغاريه او اسټراليا لوړې زده کړې کړی. نوموړی وايي، ګوادر پورټ يو له مهمو پروژو دی او دا به بلوچستان په ګډون د ټول هېواد لپاره ډېره ګټه ور وي. ده وويل چې په بلوچستان کې په درې فيصده رقبه ځنګلونه دي او د بوټو لګولو لپاره اوږد مهاله سټراتيجي لري. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
په پاکستان کې د لادرکه کسانو لپاره کارکونکي مبارزین تور پورې کوي چې د دې هېواد د پوځ استخباراتي ادازو دا خلک لادرکه کړي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېداشي دا کسان د بلوڅ بېلتون پاله ډلو سره ملکري شوي وي او د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته اووښتي وي
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د يو خاص قسم کوترو د ښکلا سيالۍ وشوې چې پکې برګۍ کوترې لومړۍ مقام واخیست. پر دې اړه د اې پي خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
د سږني کال د اګست پر ۱۵مه نېټه پر کابل د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب د محمد اشرف غني په مشرۍ د تېر نظام دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی کوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په سلام پور کې له مودې راهیسې په لاسونو شالونه اوبدل کېږي چې د کورونا وبا له کبله دغه صنعت هم متاثره شوی دی، خو یوشمېر کاروباري خلک بیا وايي، د شالونو انلاین کاروبار وده کړي. نور حال د نياز احمدخان په ويډيو کې.