په اسلام اباد کې د نومبر پر ۳۰مه نېټه د پارلمان د ودانۍ مخې ته په لسګونو هغو کسانو مظاهره وکړه چې وايي، خپلوان يې په چين کې زندان ته اچول شوي دي. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له چين سره دې د بنديانو تبادله وکړي او د دوی خپلوان دې راخوشي کړي.
په خوست کې د ۱۲م ټولګیو زده کوونکي وايي، د کورونا وبا او وروسته د طالبانو په لاس د افغانستان حکومت له نسکورولو سره يې د زده کړو بهیر د خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی. دوی غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې دې د کانکور ازموینو د تیاري لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي چې دا رنګه دوی پوهنتونونو ته بریالي شي.
د سپريم کورټ درې ججانو جسټس سردار طارق مسعود، جسټس امين الحق او جسټس جمال مندوخېل چې نن د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه کوله، دوی ورته وویل چې د علي وزیر پرضد د بغاوت مقدمه نه شي کېدی ځکه چې له جلسې وروسته نه خو پر رېنجرو او نه پر پوليسو حمله شوې ده.