په افغانستان او پاکستان کې فعالې داعش خراسان ډلې ته تر هغې وروسته يوځل بيا پام وراوښتی چې امریکا یې درې مهم مشران په تور لیست کې اچولي او واشنګټن د طالبانو سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه د خبرو کولو اعلان کړی دی. سره له دې چې طالبانو پر داعش مرګوني حملې کړې او د قومي مشرانو د جرګو له لارې یې د دوی غړي ځان ته رابللي خو ملګري ملتونه وايي چې داعش د پخوا په پرتله په تېرو دریو میاشتو کې ډېره فعاله شوې او له ۳۰۰ ډېرې حملې یې کړې دي. امريکاد داعش خراسان ډلې پر درې مشرانو تر بندیزونو لګولو وروسته... Читать дальше...
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مشرې او د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف لور مریم نواز د سپریم کورټ له مخکیني چیف جسټس ثاقب نثار څخه غوښتنه کړې ده چې هغه دې ولس ته ووايي، چا دې ته مجبورولی چې د نواز شریف او مریم نواز که سزا نه جوړېږي هم، سزا دې کړي او تا ته چا وویل چې عمران خان به راولي؟ د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خپل ګوند له نورو مشرانو سره په ګډه مطبوعاتي کنفرانس ته په خپله وینا کې مریم نواز ویلي، لومړی ثاقب نثار ویل چې په غږییز ټوټه کې غږ د ده نه دی. د دې وینا وه، که نن نه وي نو سبا به هغه ته رښتیا ویل وي. Читать дальше...
د پېښور په اېډورډز کالج کې د پښتو ټولنې تر سیورې لاندې د ادب او هنر په اړه یوه کلتوري غونډه وشوه چې د پښتونخوا له بېلا بېلو سیمو څخه زده کوونکو پکې ګډون کړي وو.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډاکټر بشير د نومبر په درویشتمه نېټه د داعشیانو د تسلیمۍ پر مهال وویل، یادو وسله والو ته يې د دوی د مشر د حکم په اساس بښنه کړې او د قومي مشرانو په مینځګړیتوب يې د ځينو شرطونو پر بنسټ د دوی تسليمي منلې ده. د ده په خبره داعشيانو ته يې په دې شرط بښنه کړې چې هغوی به تر دې وروسته هېڅ وسله وال فعاليت نه کوي، له داعش سره به اړيکه نه ساتي، او له يو ځای څخه بل ځای ته تر تګ وړاندې به ځايي امنيتي مسوولين خبروي. نوموړی وړاندې وايي:(( ننګرهار کې ملي امنیت ته د قومي مشرانو په منځګړیتوب... Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې د وسله والو پرضد د يو شمېر پوځي عملياتو سربېره هم هدفي وژنې دوام لري. شمالي وزيرستان هغه سيمه ده چې پکې تر ټولو زیات ولسي وګړي په نښه شوي دي خو اوس دا لړۍ په باجوړ کې هم تېزه شوې ده. په قبايلي ضلعو کې چې کله هم بېګناه خلک وژل شوي نو په خلاف يې ځایي ولس مظاهره یا پرلت وهلی دی. خو داسې ليدل شوي چې حکومت احتجاجيانو سره تړون وکړي يا ډاډ ورکړي چې د هدفي وژنو مخنيوي به کوي او په پېښو کې ککړ کسان به نیسي خو چې کله احتجاج ختم شي نو له دې وروسته بیا هدفي وژنې وشي او خلک بیا احتجاج پیل کړي. Читать дальше...
د بلوچستان په ږوب او شېراڼي ضلعو کې د قدرتي ځنګلونو د ونو پرېکولو او د مرغانو ښکارولو پرضد یوه جرګه شوه. جرګوالو له حکومته د ځنګلونو د بې درېغه وهل کېدو او د مرغانو له ښکاره د خلکو منع کولو غوښتي. نور حال د ډیوې راډیو په ویډیو کې.
د وزارت ویاند نیډ پرایس د نومبر پر ۲۳مه وویل چې دواړه خواوې به په دوحه کې د افغانستان په اړه زموږ په مهمو ګټو خبرې وکړي.
د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل رحمان ویلي د ډیسمبر په شپږمه به د تحریک د مشرانو په غونډه کې د حکومت د رانسکورولو لپاره مهمې پرېکړی کوي. اسلام اباد کې د نومبر پر ۲۳مه نېټه د پاکستان جمهوري غورځنګ تر غونډې وروستو خبري کنفرانس ته وویل د نومبر پر ۱۷مه نېټه حکومت د پارلیمان په مشترکه غونډه کې په یو څو ګنټو کې د برېښنا مشین په ذریعه د ووټ اچولو په ګډون د ۳۳ قانونونو منظورول د پارلېماني ارزښتنو ضد کړنه وبلله او دا عمل یې پر پارلېمان د خندا په معنا تعبیر کړه. د نوموړي په... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) په خپل تازه راپور کې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې په جبري توګه لادرکه کېدل دې بند کړي.
د ملګرو ملتوتونو د خوراک او کروندې څانګه (اېف اې او) وايي شاوخوا۷۰ فیصده افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او په کلیو کې بیا د ۸۰ فیصده خلکو ژوند له کروندې سره تړلی دی. یاده اداره کروندګرو ته معیاری تخمونه، کیمیاوي سرې او مالي مرستې ورکوي چې دا راز خپلې کورنۍ او روزګارونه د وچکالۍ له ستونزو وژغوري. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ. ویډیو: ایسوشیېټیډ پریس ایډېټ او راپور: منورشاه