عدالت به د مقدمې اورېدنه د نومبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه بیا کوي، چې پکې به پولیس خپل ګواهان وړاندې کوي.
د برېتانيا په ګلاسکو ښار کې د اب و هوا بدلون او نړيوالې تودښې د مخنيوي په اړه د کوپ-۲۶ کانفرنس د اکتوبر پر ۳۱مه پیل شوی چې د نومبر تر ۱۲مې به دوام لري. دې ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو ويناګانې کوي. په دې کې د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو ته ويل شوي چې تر ۲۰۳۰ز کاله د زهرجنو ګیسونو د کمولو په اړه خپل پلان وړاندې کړي. د اب و هوا بدلون دا مهال نړۍ ته تر ټولو لوی خطر بلل کېږي. پاکستان په هغو هېوادونو کې دی چې د اب و هوا د بدلون د مخنيوي لپاره يې د يو ارب ونو لګولو منصوبه پیل کړې ده. ټاکل شوې وه چې د پاکستان... Читать дальше...
د اعلا وزیر له سېکرېټرېټه په جاري کړي یوه ویډيو پیغام کې عبدالقدوس بزنجو ویلي چې په زلزله کې نړېدلي ټول د خټو خامه کورونه یا هم نور هغه به اوس په سرکاري لګښت پاخه جوړېږي.
په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو د لومړي پړاو لپاره تیارۍ روانې دي، او سیاسي هلې ځلې پیل شوي دي، پېښور های کورټ امر ورکړی دی چې په کلیوالو کونسلونو کې دې هم انتخابات په جماعتي بنیادونو وشي. بلدیاتي نظام څه ته وايي او په صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو د ځنډېدو تر شا علتونه څه دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې پرې بحث کوو. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ. کوربه شاهین بونیری دی.
د بلوچستان د ټولو سرکاري روغتونونو په او پي ډي او اپرېشین تیېټرانو کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیه پر کاربندیز ده. دوی له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې پر هړتال دي چې د سرکاري روغتونونو شخصي کول (پرایویټایزېشن) دې نه کېږي. نور حال په دې ویډیویي راپور کې.
په دې حمله کې لږ تر لږه۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، خو اټکل کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي زیات وي.
د رسنيو د ازادۍ دغه پاريس مېشتې سازمان د نومبر پر دويمه په يو بيان کې ويلي چې تېره مياشت د خپرو شويو قوانينو جاج خطرناکې قانوني لومې په ډاګه کړې چې انتهايي مبهم تعريف، حکومت ته د بشپړ واک اجازه، او هغو کسانو ته د يو قانوني حق نيشتوالی شامل دی چې په نښه شوي وي.
پر کابل د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه نيمې مياشتې پوره شوي خو لا هم د افغانستان په زياتره ولايتونو کې د نجونو پرمخ د منځنۍ او لوړو زدکړو دروازې تړل شوي دي. په افغانستان کې "قلم لار بنسټ" له کلونو راهيسې د بندو ښوونځيو پرانيستلو لپاره کمپاين کوي. د دې بنسټ فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې هم د پوهې عامولو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانيستلو لپاره کمپاين روان کړی دی. احمد شاه اعظمي د دې بنسټ له مشر مطيع الله ويسا سره پر همدې موضوع خبرې کړې.