د نومبر پر دویمه د کابل یوه پوځي روغتون ته څېرمه په دوو بمي چادونو او ډزو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ. ویډیو: رویټرز او اې پي
په هرات ولایت کې د اختیارالدین کلا د افغانستان د ډېرو لرغونو ودانیو څخه شمېرل کېږي. د هرات اوسنی ارګ چې د هرات شمال خوا ته پروت دی، پخوا د اختیارالدین کلا په نوم مشهوره وه دا کلا د ملک فخرالدین کرت "۷۰۵ ـ ۷۰۶هـ ق" د زمانې له بناوو څخه ده. د مشال راډیو یوه مینه وال د دې کلا ځینې عکسونه رالیږلي.
په خوست کې د ۶۱ نجونو په ګډون ۲۸۳ ځوانان د نیمه لوړو روغتیايي زده کړو له یو خصوصي انسټیټوټه څخه فارغ شول. خو دوی په انديښنه کې دي چې کار روزګار ومومي که نه؟ په دې اړه د نجیب الله الوخیل ویډیويي رپوټ وګورئ.
له کوټې څخه ۲۸۰ کلو میټره لرې جنوب اړخ ته د بلوچستان په خاران بازار کې د نومبر پر دویمه یوه چاودنه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي. چارواکي وايي، ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. تر پېښې وروسته د ملېشې او پولیسو سرتېري هغه ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي. د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې. په کوټه کې د سرحدي عسکرو ویاند خان واسیع دا پېښه تایدوي او وايي، سرحدي عسکرو په سیمه کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره ځینې ګامونه هم پورته کړې دي. بلخوا د صوبې اعلا وزیر میر عبدالقدوس... Читать дальше...
کابل اوسېدونکیو د پېښې له ځایه داسې عکسونه خپاره کړي دي چې پکې د سردار محمد داود خان پوځي روغتون له پاسه لوګی ترسترګو کېږي.
په چمن کې د ځايي چارواکو په وینا پوله به هر ورځ د سهار له اتو بجو څخه بیا د مازیګر تر څلورو بجو د پلي/پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي او دغه ډول به د تجارت په خاطر پوله د سهار له اتو څخه بیا د مازیګر تر شپږو بجو پوري خلاصه وي.
د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت د سرای نورنګ اوسېدونکی لکي مروت د ملېشه ځواک پخوانی سرتېری دی. دی وايي، په ځواک کې د دندې ترسره کولو پر وخت یې هم ۱۲،۰۰۰ ونې کښېنولې وې. منیر خان په ۲۰۲۰ز کال کې له دندې تر تقاعدېدو یا ریټایر کېدو راهیسې ۲۰،۰۰۰ ونې او بوټي نهال کړې دي او وايي، د اقلیمي بدلون پروړاندې د مبارزې په موخه غواړي دوه لکه ونې ولګوي. دی د اب و هوا بدلون په اړه د پوهاوي کیمپېن هم کوي. د منیر خان د هلو ځلو په اړه د لکي مروتو لکي اېف اېم ۸۸ راډیو مشال راډیو ته ویډیو استولې چې موږ اېډېټ کړې.