په خیبر ضلع کې هم د بلدیاتي انتخاباتو تیاری روان دی. د کلیو او چم ګاونډ کونسل غړي جوړېدولو او تحصیل چیرمین عهدې لپاره امیدوارانو ریټرننګ افسرانو څخه د نامزدګۍ پاڼې اخیستې دي. ټاکل شوې دا انتخابات به په لومړۍ مرحله کې د ډسېمبر پر ۱۹مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې کېږي چې د یونین کونسلو په کچه به غیر سیاسي وي او د تحصیل چیرمین انتخاب به په سیاسي بنیادونو کېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
۳۷ کلن فېسنټر چې د فرنټییر میانمار په نوم د یوې انلاین مجلې مدیر دی، په مې کې هغه مهال ګرفتاره شوی وو چې نوموړي له برما څخه د وتلو هڅه کوله.
له سیمې څخه یوې سرچینې د امنیتي لاملونو پر اساس د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، چاودنه د ترېلې سیمې په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې.
دا د ترک نسله یوغوریانو، ترکستانیانو او قازقانو تر ټولو لویه نړیواله غونډه ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر غونډې وروسته د ټرایکا پلس ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي چې له افغان ولس سره باید مرسته وشي.
په تېرو وختونو کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د اېتلافي حکومت دوو مهمو ګوندونو متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم) او پاکستان مسلم لیګ پر دې موضوع څه نه ول ویلي، خو اوس هغوی هم د برقي مشینونو د کارولو د مخالفت اشارې ورکړې دي.
د افغانستان د یوشمېر نورو برخو په څېر په خوست کې هم د کتابونو اخیستل او خرڅلاو کم شوی دی. کتاب پلورونکي او فعالان وايي، د دې یو لامل د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د پوهنتونونو او ښوونځیو مسلسلې رخصتۍ او د اګست په نیمايي کې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پر راتلونکې د ځوانانو د باور کمېدل دي. خو طالب چارواکي وايي، په خوست کې د کتاب لوست زیاتولو هڅې کوي او په دې لړ کې یې پروګرام جوړ کړی دی. ویډیويي رپورټ.