په بلوچستان کي د اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د حکومت د نوې کابینې ۱۴ غړو د صوبې له ګورنره د خپلو څوکیو حلف واخیست. په کابینه کې ډېری هغه غړي نه دي اخیستل شوي چې د پخواني اعلا وزیر جام کمال په حکومت کي وزیران ول. له کوټې د ایوب ترین راپور
کمیشن د نومبر پر اوومه په خپره کې خبرپاڼه کې ویلي چې، د ووټر لېسټونو تصدیقولو عمل د سږني کال پر ۱۹ ډیسېمبر له کېدونکیو بلدیاتي ټاکنو پیلېږي.
سرور خان مثال ورکوي چې که به پخوا يو چا ۱۰۰۰ درهم ګټل نو که به يې ۵۰۰ کور ته ولېږلې نو ۵۰۰ به يې وسپمولې خو اوس د ګرانۍ له کبله هغه ۵۰۰ درهم يې هم وار له مخه لېږلې وي.
ملي سرود او ملي بیرغ د یوه نظام له مهمو نښو او په نړیواله کچه د یوه هېواد د پېژندنې مهم فکټورونه دي.
د خوړو نړیوال سازمان (ورلډ فوډ پروګرام یا ډبلیو اېف پي) افغانانو ته د خوراکي مرستو وېشلو لړۍ پیل کړې ده. د ملګرو ملتونو اداره وايي، د هغه هېواد تر نيمايي زيات وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د اګست په نیمايي کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعيت خراب شوی، په هغه هېواد کې د نغدو پیسو کمی دی، د خوړو او تېلو بيې لوړې شوې او په کليوالو سيمو کې وچکالي ده. د اژانس فرانس پرېس ویډيويي رپورټ.
تحريک لبيک ډله چې په اول سر کې د تحريک لبيک يا رسول الله په نوم ياديده، علامه خادم حسین رضوي جوړه کړې وه
په انډونیشیا کې یوشمېر داسې کوډګر دي چې په ولسي غونډو کې د باران مخنیوي لپاره دمونه او دوعاګانې کوي. په هغه هېواد کې اکثر ناڅاپي بارانونه کېږي چې محفلونه، ودونه او نورې ولسي غونډې ګډوډوي. اوس چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره محدودیتونه نرم شوي او ولسي غونډې بیا پیل شوې دي، نو ځینې خلک تر غونډې مخکې کوډګر وربولي چې د باران نه ورېدو دم وکړي. د رویټرز ویډیويي رپورټ.