له نيزدې یو کال راهیسې بندي علي وزیر ميرمن وايي ژوند یې دومره سخت دی چې کله کله ورته د ځانوژنې فکر پيدا شي. پر علي وزیرستان د پاکستاني ریاست پر ضد د خلکو د پارونې تور دی چې هغه یې ردوي. د هغه لپاره ځينو سیاستوالو هم غږ پورته کړی خو لا خوشې شوی نه دی. د هغه سره د روانې رویې په اړه دا راپور واورئ:
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دې سازمان د امنیت شورا ته یې ور یاده کړې چې اوس له افغانانو د مخ اړولو او د دوی د یوازې پرېښودو وخت نه دی. ډیبرا لاینز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته، نیویارک کې خبریالانو ته وویل، افغانان نه یوازې له یوه سخت ژمي سره مخ دي، بلکې د خوراکي توکو له کمي او د اقتصادي سقوط په درشل کې دي. د مېرمن لاینز په خبره، بشري مرستې اړینې دي، خو وخت کم دی او له افغانستان سره شوې مرستې هم بسنه نه کوي. هغې په اوسني حال کې د افغانستان... Читать дальше...
د تېر حکومت له نسکورېدو سره د افغانستان د ځينو بنسټونو د پام وړ شمېر کار کوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ځيني پخواني پوځيان، خبریالان او ښوونکي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس د خپل ژوند اړتیاوې د واټونو ترغاړې د بېلابېلو توکو په پلورلو سره پوره کوي. هغه خبریال چې اوس وږي 'جوار' پلوري. مصطفی جعفري چې له تېرو ۸ کلنو د خبریالۍ ترڅنګ د تصویر اخیستونکي په توګه هم له ډېرو رسنیو سره کار کړی، خو اوس کمره په لاس نه، وږي په لاس روزي ګټي. نوموړی له تېرو درېيو میاشتو... Читать дальше...
د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ مشرانو د ګرانۍ پرضد د نومبر پر ۱۷مه په کوټه کې جلسه وکړه. دوی د عمران خان په مشرۍ حکومت باندې تور پورې کړ چې د اقتصادي تګلارو له کبله يې خلک د ورځنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره خپلو اولادونو خرڅولو ته اړ شوي دي. نور حال په دې ویډیو کې.
په ملګرو ملتونو کې له نشه یي توکیو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې چې د نومبر پر ۱۶مه خپور شو ویلي په افغانستان کې سږ کال په ۱۰۰ کې اته فیصده د تاریاکو په تولید کې زیاتوالی راغلی او په دغه هېواد کې له دې لارې ترلاسه شوې پیسې دوه میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.نور حال په دې ویډیو کې.
بلاول بوټو زرداري د پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې ويلي ول که دا بيلونه منظور شي نو دوی به د ۲۰۲۳ ز کال له ټاکنو بايکاټ وکړي او له اوسه یې د نه تسلیمولو اعلان کوي.