د پاکستان حکومت او ناقانونه ګرځول شوی تحريک طالبان پاکستان په يوه مياشتنۍ ډزبندۍ سره سلا شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دې ډلې په پاکستان کې زرګونه کسان وژلي دي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
د دې ادارې په اعلاميه کې خبرداری ورکړل شوی چې په پاکستان کې د هوا له سړېدو سره ښايي هلته د کورونا وايرس مثبتې پېښې زياتې شي.
خوستوال وايي، بهر ته د زڼغوځیو صادرولو پروړاندې ستونزو یې نرخ تر نیمايي کم کړی دی. د تیرې اوونۍ په پیل کې د هوايي دهلیز له لارې ۴۵ ټنه زڼغوځي له کابله چین ته صادر شول، خو د زڼغوځيو سوداګر وايي، اوسمهال د هوايي دهلیز له لارې د زڼغوځيو د صادرولو بهیر ټکنی شوی دی. بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې ده چې له وجې یې یوشمېر کسان د مالي ستونزو زیاتېدو شکایتونه کوي. په دې کې یوه د کراچۍ حمیده خاتون هم ده چې کونډه ده او د خپلو څلور ماشومانو د ډوډۍ غم پریشانه کړې ده. په دې اړه د اسوشېټیډ پرېس اژانس دا ویډیو وګورئ چې انیسه اجمل پښتو کړې ده.
په افریقايي هیواد مالي کې د یو جهیل اوبه د وچېدو له امله په سیمه کې د شګو ډنډونه جوړ شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، د وچکالۍ له کبله د جهیل اوبه ختمې شوی او دوی مجبور شول چې د روزګار نورې لارې ولټوي. دوی وايي، د دوی ژوند، تعلیم او روزګار ډېر اغېزمن شوی دی. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ. وېډیو: رویټرز
د دې هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزير فواد چودري د نومبر پر اتمه نېټه رسنيو ته په خپاره شوي ويډيويي پېغام کې وويل چې د يوه تړون له مخې له طالبانو سره په ډز بندۍ سلا شوي دي.