په ټول افغانستان کې د خامو موادو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې په چټکۍ لوړېږي. په ځینو برخو کې، بیې د مخکنیو دریو میاشتو په نسبت دوه چنده شوي دي. نور په دې ویډیو کې.
پاکستان ټيلي کمیونیکېشن اتهارټي یا (پي ټي اې) د نومبر پر ۱۹مه پر ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي چې د ټیک ټاک انتظامیې لخوا ورته د باور ورکولو وروسته ټیک ټاک بیا بحالوي.
دا تر هغې څو ساعته وروسته وه چې د ماهرینو یوې خپلواکې ډلې وویل چې د ماډرنا او فایزر -بایو این ټیک واکسینو دریم خوراک اخیستل د کورونا وایرس خلاف مدافعت زیاتوي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مري ایلین مک ګرووارتي پر ټویټر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسانو ته ورځني لازم خواړه نه رسېږي.
د بلوچستان پوهنتون کوټې څخه د دوو زده کوونکو د لادرکه کېدو پرضد د پوهنتون زده کوونکو بیا په احتجاج لاس پورې کړی او د زده کړو لړۍ درېدلې ده. دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې د پوهنتون له هاسټله د ورکو دوو زده کوونکو درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړي. نور حال د ایوب ترین په دې ویډیو کې.
د سیند اسمبلۍ د نومبر پر ۱۹مه په قرارداد کې د وفاقي حکومت له خوا له تحریک طالبان پاکستان سره په پټه د خبرو اترو غندنه کړې ده.
د پاکستان لاهور ښار چې یوې نړیوالې ادارې تر ټولو الوده ښار ګرځولې، اوسېدونکي یې د لوګي یا (سموګ) د مسلې له امله له ستونزو سره مخامخ دي. هم دا راز د پاکستان ګاونډي هیواد هند په مرکزي ښار نوي ډلي کې هم د سموګ له وجې اوسېدونکي پرېشانه دي. نور په دې ویډیو کې. ویډيو: رویټرز ایډېټ او راپور: ملیحه امیرزاده