د کرکټ شل اوریز نړيوال جام په پايلوبه کې د اسټرېليا لوبډلې نيوزیلېنډ ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه او د دې سیاليو اتله شوه. د نومبر په ۱۴مه، په دوبۍ کې شوې دې لوبه کې ټاس اسټرېليا وګاټه او نيوزیلېنډ ته یې د لومړي بېټينګ کولو وويل. نيوزیلېنډ د۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۲رنزونه جوړ کړل. د نيوزیلېنډ لوبډلمشر،کېن ویلیمسن تر ټولو ډېرې، ۸۵ منډې وکړي. د اسټرېليا لپاره تر ټولو ښه بالر جاش هېزلووډ وو چې په څلورو اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړي او درې ويکټې یې واخیستې. ۱۷۳ رنزونو ته د رسېدو لپاره، د اسټرېليا د لومړي... Читать дальше...
عمران خان او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا دا تور رد کړی. حکومت دريځ لري چې اپوزیشن ګوندونه د احتجاجونو له لارې خپل مشران د احتساب د عمل نه بچ کول غواړي. انتخاباتي کمېشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال کې انتخابات پاک او منصفانه ول.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سټراتيژيکو اړیکو مشر مولوي عبدالحکیم حمدي د نومبر په ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې خلکو ته پاسپورټونه په هماغه پخوانیو اصولو وېشل کیږي. د دې لپاره بريښنايي تذکرې او يا هم له کورنيو چارو وزارت څخه تاييد شوې کاغذي تذکره پکاریږي.
په کابل کې د نومبر په ۱۳مه شوې يوې چاودنې کې يو افغان خبريال، حميد سیغاني وژل شوی. سيغاني د يو شخصي ټيليويژن، اريانا نيوز خبريال وو. د هغه مېرمنه، فوزیه وحدت هم په دغه ټيليويژن کې کار کوي. نوموړې پر خپله فېسبوک پاڼه په يو پوست کې ليکلې: "حمید مې له لاسه ورکړ". د هغې په بله ليکنه کې د سيغاني د فاتحې اعلان خپور شوی دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې چاودنه کې چې په وینا یې ښایي د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې وي، یو ملکي کس وژل شوی او څلور ټپیان دي. مجاهد... Читать дальше...
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دیسمبر څخه تر مارچ مياشتې پورې به په کورونو کې د پخلي لپاره يوازې درې وخته ګېس ورپريږدي. حکومت د دې پرېکړې تر شا د ګېس کم پيداوار خو د ګېس ډير استعمال ښودلی. د پاکستان د پلان وزير اسد عمر د نومبر په ۱۳مه رسنيو ته ويلي چې په روان کال کې په پاکستان کې اوه لکه نوو کورونو د ګېس استعمال شروع کړی دی او د دوی د اندازې تر مخه پينځه دیرش لکه نور به هم اضافه کيږي. د هغه په خبره له دې امله د ګېس استعمال ډير شوی. دا په داسې حال کې ده چې حکومتيچارواکو ويلي چې په يخنۍ کې به... Читать дальше...
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د حکومت ضد احتجاجي جلسو پیل له کراچۍ وکړ. د یوشمېر اپوزیشن ګوندونو د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر ۱۳مې جلسې ته په وینا کې وویل، ولس ګرانۍ او بېکارۍ اندېښمن کړی دی. حکومت د خپلې اقتصادي تګلارې دفاع کوي او په وروستیو کې یې پر خلکو د ګرانۍ د بار کمولو لپاره د اربونو روپیو رعایتي پروګرام هم اعلان کړ. د پي ډي اېم مشرانو په خپلو ویناګانو کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت په انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې جوړ شوی. دا هغه تور دی چې حکومت... Читать дальше...