د بلوچستان د لادرکه کسانو د کورنيو غړو د نومبر پر ۱۲ مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او د خپلو کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې تکرار کړه. په دې احتجاج کې د لادرکه کسانو د کورنيو غړو، د پوهنتونونو زده کونکو او د بشري حقونو لپاره یو شمېر مبارزه کوونکو ګډون کړی وو. نور په دې ویډیو کې.
دا په داسې حال کې ده چې پر پوله د پوځ د نقل و حرکت او په سیمه کې د یو کډوال مړی تر موندل کېدو وروسته هغه خطرونه په ډاګه شوي دي چې د دریم ګړو هیوادونو د زرګونو مهاجرو ژوند په سخته یخنۍ کې له ګواښ سره مخاخ شوی دی.
د افغانستان په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د قتل یو کال پوره شو، خو لا یې هم عاملین نه دي موندل شوي. داعي چې کلونه یې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په توګه کار کاوه تېر کال د نومبر د میاشتې پر ۱۲مه نېټه د ده په موټر پورې نښلول شوي بم چاودنې وواژه. نور په دې ویډیويي رپورټ کې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د هغه قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دغه اړه د نومبر پر ۱۲مه په واشنګټن کې دوې هوکړې لاس لیک کړې.
د چاپېریال ساتنې چارو پوهان وايي، پاکستان چې کومې ژمنې کړې دي، د دې هدف ترلاسه کولو لپاره په پالیسۍ او د وسیلو د استعمال په طریقه کار کې لویو بدلونونو ته اړتیا ده.
د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د بنګو کروندګر وايي سږکال یې ښه فصلونه شوي دي. نشيي مواد، چرس له بنګو جوړېږي او لا هم معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت به د کوکنارو تر څنګ د بنګو د کروندې پرضد کله اقدامات کوي. نور تفصیل په دې ویډیوي رپورټ کې وګورئ. ویډیو: اې اېف پي ایډیټ او رپورټ: منورشاه
د عراق په دوهوک صوبه کې یو تن تر ۷۰ زیات ماران ساتلي او د هغوی له څرمنو درمل جوړوي. عبدالستار امين وايي، د تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسي ماران ساتي او د خلکو درملنه کوي. رویټرز خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور خپور کړی چې انیسه اجمل پښتو کړی دی.