د تخار ولایت د اطلاعات او فرهنګ مشر انصارالله انصار د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل چې چاودنه مازیګر مهال تالقان ښار اړوند د ګولايي باغ په سیمه کې شوې.
د پاکستان په کرتار پور کې د سيکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورونانک د زېږون۵۵۲ مه کلیزه ولمانځل شوه. په دې کليزه کې د ګډون لپاره زرګونه سېکان له هنده پاکستان ته ورغلي وو چې د پاکستانيانو په رويه ډېر خوشاله وو.پر دې اړه د اې اېف پي خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پېښتو کړی دی.
د سپريم کورټ بار لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نومبر پر ۲۴مه (پرون) د دوی په غونډه کې غوښتنه وشوه چې په دې وروستيو کې د خپرې شوې غږيزې پیتې (رېکارډنګ) پلټنې دې وشي چې دارنګ په عدليه د ولس اعتماد بحال شي.
له نومبر ۲۵مې څخه په ټول پاکستان کې د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د هړتال اعلان کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د پیټرول پمپ اسوسییېشن جنرل سیکټري ګل نواز اپرېدي د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل دا هړتال به تر هغې جاري وي چې حکومت ورته ټېکسونه او د بجلۍ نرخونه کم کړي نه وي.نور حال په دې ویډیو کې.
زما خاوند به پخوا نشې کولې نو وهل ټکول خو مخکې هم ول خو اوس د ایس نشه کوي، په تېرو دریو کالونو کې یې وهل هم زیات کړي ول.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند بابر بلوڅ وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغو کسانو شمېره له ۱۸ څخه ۲۴ ملينه شوه چې بشري مرستو ته اړتيا لري. د اګست په نيمايي کې د اشرف غني په مشرۍ حکومت تر پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو په وينا، افغانستان له يو پراخ بشري ناورين سره مخامخ دی.
د افغانستان په فراه ولایت کې دوو سوداګرو په داسې حال کې لسګونه ښځو ته کار موندلی چې په دغه هېواد کې بې کاري په بې سارې کچه زیاته شوې ده. د دې ښځو ډېره برخه د خپلو کورنیو لپاره د ګوله ډوډۍ موندلو زمه واري پر غاړه لري. نور د ازادي راډیو په ویډیو کې وګورئ.