په ۲۰۱۸ز کال کې عصر د خپلو ملګرو د ليدو لپاره اکسفورډ ته راغلی وو او زموږ ملاقات وشو. هغه په کرکټ بورډ کې دنده لري نو ځکه له ماسره د خبرو کولو لپاره ډېر څه وو. زما طنز او مزاح یې خوښه شوه او زموږ ښه ملګرتيا جوړه شوه.
د پېښور سروسز کلب کې سېلګرۍ محکمې د زړو او نايابه ګاډو (وېنټېج کار) رېلي جوړه کړې، چې موخه يې سېلګرۍ ته وده ورکول دي. دا دوه ورځنۍ رېلي د اتوار په ورځ پای ته ورسېده. نور په دې ويډيو کې
د خوست زده کوونکو نجونو مشال راډیو ته وويل چې د ښوونځيو د تړل کیدو په موده کې خپلې راتلونکې ته انديښمنې وي او فکر يې کاوه چې ممکن د یو ښه راتلونکې لپاره د دوی هیلې سرته ونه رسیږي.
د کوسوو دوه لوی بريښناکوټونه/بجلي ګرې د چاپېریال ککړولو سبب ګرځيدلي دي. هلته نزدې اوسېدونکې وايي، د سکرو دا برېښناکوټونو دومره زیات لوګۍ باسي چې خلکو ته یې د روغتيا ستونزې جوړې کړې دي. د ماحولیاتو ځيني ډلې وايي، د کوسوو مسله د سکرو بجلۍ ګرې نه بلکې د صنعتونو خراب نظام او د الودګۍ نه مخنيوی دی. د مشال راډيو د بلکان څانګې ويډيويي راپور ګل اياز پښتو کړی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر پر ۱۴مه په پېښور، کوټه او کراچۍ کې احتجاجونه وکړل چې د علي وزير په ګډون د غورځنګ د ځينو نورو غړو د راخوشې کولو غوښتنه يې کوله. د مشال راډيو ويډيو
اوسمهال، د طالبانو حکومت د افغانستان په څو محدودو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې ښوونځیو ته پرېږدي.
د پاکستان په سيند صوبه کې د ځنګلي ژويو د څانګې کارکوونکي د اباسين درياب هغه ډالفن کبان ژغوري چې په اوبو کې يې لاره غلطه کړې او له خپل اصل ځای څخه نورو اوبو ته تللي دي. په تازه اوبو کې د اوسېدونکو دغه نابينا ډالفن کبانو نسل د ورکېدو له خطر سره مخامخ دی. احمد شاه اعظمي د رويټرز اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.