د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد ادعا کوي چې په یو شواروز کې یې د یمن مارب ښار سره نېږدې ۱۴۵ حوثي یاغیان وژلي دي. که څه هم د دې ادعا خپلواکه تصدیق نه دی شوی خو حوثي یاغیان ویلي چې د یاد ښار څنډو ته نېږدې شوي دي. په یمن کې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د ایران پلوه حوثي یاغیانو او سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو نور بې کوره شوي دي. تفصیل په دې رپورټ کې. ویډیو: رویټرز. ایډیټ او رپورټ: منورشاه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې. د دغه وزارت ویاند ند پرایس د چارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له واکه د لیرې شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتل او د افغان حکومت سقوط د دې لامل شو چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هڅې بېګټې کړې. ښاغلي پرایس وویل چې طالبانو ته په سولهییز ډول د واک انتقال او په ټولګډونه حکومت هوکړه شوې وه، خو له کابله د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني وتل دا هر څه ګډوډ کړل. Читать дальше...
د اکتوبر له۲۱مې نېټې راهیسې پر تورخم د افغانستان غاړې ته په زرګونه افغان وګړي چې پاکستانۍ ویزې لري، دغه هېواد ته د داخلېدو لپاره انتظار باسي. دوی وايي، پاکستان ته د اوښتو پر وخت تر سخت کړاو لاندې تېرېږي، ناروغان یې هم په اوږدو قطارونو کې دوه او درې شپې انتظار وباسي او د ویزې لرلو باوجود په اسانه پاکستان ته نه شي اوښتی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پاکستان سېنېټ د قانون او انصاف کمېټۍ هغه قانوني مسوده رد کړې چې پکې د دې هېواد په ايين کې د ښځو مېراث د بنيادي حق په توګه د شاملولو غوښتنه شوې وه. غونډه د نومبر پر درېيمه نېټه د کمېټۍ د مشر سيد علي ظفر په مشرۍ کې وشوه. د سېنېټ پر ويبسايټ خپره کړې اعلاميه کې ويل شوي چې په غونډه کې د مسلم ليګ نواز ډلې سېنېټرې سعدیه عباسي له خوا د ښځو د مېراث قانوني مسوده وړاندې شوه. په دې کې هغې غوښتنه کړې چې په قانون سازي کولو سره دې په ايين کې ۲۴-اې ماده شامله کړل شي چې له مخې يې د ښځو مېراث بنیادي حق ومنل شي. Читать дальше...
دوی وايي، له یوې خوا پوهنتونونه په پرله پسې توګه رخصت دي او بل لوري ته خلک په ځانګړې ډول ځوانان په خپل راتلونکې باور نه لري او فکر کوي چې په اوس وخت کې زده کړه او تحصیل دوی لپاره کومه ګټه نه رسوي.
نیب تر اوسه ۸۲۱ اربه روپۍ له خلکو راغونډې کړي دي، خو د نوموړي په وینا د ۸۱۵ اربه روپیو هېڅ پته نه لګېږي چې چېرته دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګرانۍ د اغېز کمولو لپاره پر ځینو خوراکي شیانو د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت اعلان کړی دی. نوموړي بېګا ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل، د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې پر نړیوال کچ ګراني زیاته شوې. ده وویل، حکومت یې پرېکړه کړې چې تر ۳۰ فیصده پورې له رعایت سره د اوړو، غوړیو او دالونو بیې راښکته کړي چې پر ولس د ګرانۍ بار کم کړي. عمران خان وویل، په رعایتي نرخونو د خوراکي شیانو د خرڅلاو پروګرام به تر شپږو میاشتو پورې دوام ورلري. ده البته زیاته کړه چې په نړیوال بازار کې د... Читать дальше...
د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر په پونچ سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دي. پولیس وايي، د نومبر پر درېیمه د پېښې ښکار ګاډی له کشمیره راولپنډۍ ښار ته په لاره وو. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ. ویډیو: رویټرز ایډیټ او رپورټ: منورشاه
په خوست کې ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي وايي، ولایتي روغتون یوشمېر اړینې اسانتیاوې نه لري. روغتیاپالان او چارواکي هم مني چې ستونزې شته خو وايي، په وروستیو کې ورسره نړیوالو ادارو مرستې کړې دي. چارواکي هیله من دي چې د دواګانو او نورو اسانتیاوو نه شتون مسله به ژر هواره شي. ویډیويي رپورټ.
دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې پکې تر خبرونو وروسته رپورټونه، له خبریالانو خبرونه او رپورټونه او سندرې در خپروو.
د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې دا خبرې له شاوخوا دوه اوونیو راهیسې د لوړپوړو پاکستانیو چارواکو او د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو ترمینځ په افغانستان کې روانې دي.